د اټومي تړون په وړاندې د دریو اروپايي هیوادونو په دوه ګوڼه کړچار باندې د روسیې نیوکه:-
(last modified Tue, 27 Dec 2022 10:07:26 GMT )
Dec 27, 2022 14:37 Asia/Kabul
  • د اټومي تړون په وړاندې د دریو اروپايي هیوادونو په دوه ګوڼه کړچار باندې د روسیې نیوکه:-

په ویانا کښې دیره په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف په تیرې دوشنبې ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت او د اټومي تړون په وړاندې د دریو اروپايي هیوادونو بریتانیا، فرانسې او جرمني په دوه ګوڼه کړچار باندې نیوکه وکړه.

هغه په خپلې ټویټر پاڼې کښې ولیکل: د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل ټینګار کړی دی چې اټومي تړون هیڅ ځای ناستی نلري. له دغه ټکي سره مخالفت نشو کولای.خو پوښتنه دا ده چې ایا فرانسه ، بریتانیا او جرمني د ویانا په خبرو کښې د ګډون کونکو په توګه د جوزپ بورل له دغه نظر سره موافق دي؟معلومه نه ده. دغه درې اروپايي هیوادونه چپ ناست دي».

د اټومي تړون په هکله د اروپا د دریو هیوادونو په کړچار باندې نیوکه په ایران د نیوکې او د ایران د غندلو په زمینه کښې د دغو هیوادونو دوه ګوڼه کړچار او  د اټومي تړون د پلویتوب د کولو  ادعا او د دغه تړون د ساتلو لپاره هڅې ته په پام سره چې څه موده مخکې د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسوول جوزپ بورل لخوا مطرح شوي ده تر سره شوي ده.

بریتانیا، فرانسې او جرمني د دوه زره دوه سوه یودیرشم (۲۲۳۱)پریکړه لیک د اجرا په هکله د دسمبر د میاشتې په نولسمه نیټه د ملګروملتونو د امنیت شورا د غوندې له ترسره کیدا وروسته د ایران په هکله په خپل دریځ کښې په یوې بیانیې کښې د بې اساسه ادعاګانو په مطرح کولو او د دوه زره دوه سوه یودیرشم پریکړه لیک په بیا بیا خلاف ورزۍ د تهران په تورنولو سره د ایران د اټومي پروګرام د ځنډولو او د بلاسټیک توغندیو د فعالیتونو د بندولو غوښتنه وکړه.

د بریتانیا د فرانسې او د جرمني استازیو د خپلو بې اساسه ادعاګانو په پاې کښې وویل مونږ کلکه اراده لرو چې ایران هیڅکله اټومي وسلې جوړې نکړي، د اوکراین پرضد د روسیې د جنګ ملاتړ ونکړي او په لویدیځې اسیا کښې غیر حکومتي لوبغاړو ته د ایران لخوا د دودیزو وسلو ورکول بند شي. په ایران کښې د سوله ییزو مظاهرو په بد ډول د ځپلو په څنګ کښې دا ډول فعالیتونه یوازې له نړیوالې ټولنې څخه د ایران د ډیر څنګ ته کیدا سبب کیږي».

په دې ترتیب  د اروپا درې هیوادونه انګلستان ، فرانسه او جرمني د امریکا په دریځونو باندې د نیوکې کولو پرځاې چې په ویانا کښې د ایران پرضد د بایکاټونو د لغو کیدا په خبرو کښې د بندون سبب شوي دي  د تور ګوته ایران ته نیولي ده او حتی نیغ په نیغه او په ښکاره ډول د ایران په کورنیو  چارو کې لاسوهنې کوي.

اوس دغه پوښتنه مطرح ده چې اټومي مسله او د ایران سوله ییز اټومي فعالیتونه د ایران له کورنیو بدلونونو سره څه ارتباط لري؟ او ولې لویدیځ هیوادونه په تیره بیا درې اروپايي هیوادونه جرمني ، فرانسه او بریتانیا په دې زمینه کښې ځان ته د دریځ د غوره کولو او د هغه په باره کښې د وکړه او مه کړه کولو حق  ورکوي ؟ بله مسله دا چې د اټومي تړون د ساتلو د ضرورت په هکله د اروپايي اتحادیې د لوړرتبه چارواکو له ډیرو او بیا بیا ټینګارونو سره سره اروپايي هیوادونو په تیرو څو میاشتو کښې د ویانا د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره هیڅ هڅه نه ده کړي او د هغې پرځاې د امریکا په شان یې خپل ټول پام په ایران کښې د بلواګرانو او د بلواو ملاتړ ته اړولی دی او له هرې لارې یې کوشش کړی دی چې په ایران کښې ناکراریانې او بلواوې نور هم پسې زیاتې کړي.

همدا اوس په ایران کښې د بلواو په ختمیدا او په دې زمینه کښې د لویدیځو هیوادونو د هڅې په ناکامه کیدا سره یوځل بیا د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسوول جوزپ بورل په شمول اروپايي چارواکي د اټومي تړون د ساتلو لپاره د اقداماتو د ترسره کولو د ضرورت ادعا کړي ده.

په دې لړ کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په تیرې سه شنبې ورځ د اردن په پلازمینې امان کښې د بغداد دوه په نوم د کانفرنس په څنګ کښې له یوبل سره کتنه وکړه.

په دغه کتنې کښې د ایران خارجه وزیر  حسین امیر عبداللهیان د خبرو اترو د مسودې پراساس چې د میاشتو میاشتو د سختو او د کوټلیو خبرو اترو نتیجه ده د ویانا د خبرو اترو د نتیجې ته د رسولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د چمتووالي د اعلانولو په ترڅ کښې مقابلو لورو ته سپارښتنه وکړه له سیاسي کارۍ څخه په ډډه کولو او د رغنده او د حقیقي  کړچار په غوره کولو سره د موافقې د اعلانولو لپاره ضروري سیاسي فیصلې ترسره کړي.

جوزپ بورل چې د ایران پرضد د بایکاټونو د ختمولو د خبرو اترو د غږملتیا مسوولیت پرغاړه لري هم په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د یوه پیغام په خپرولو سره د دغه کتنې ترسره کیدل ضروري وبلل او ویې لیکل دواړه لورو موافقه وکړه چې ارتباطي لاره خلاصه وساتي او اټومي تړون په ویانا کښې د ترسره شویو خبرو اترو پراساس له سره پیل شي.

البته موافقې ته رسیدل به د ایران د حقه غوښتنو له  عملي کولو او اجرا کولو پرته امکان ونلري.

د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار لري که چیرې امریکايي لوری له حقیقت څخه ډک عمل وکړي نو موافقې ته د رسیدا امکان شته.

د ایران د نظر وړ موافقه داسی سند دی چې د امریکا لخوا د ایران ضد ټول بایکاټونه ختم شي او سیمه هم د دغو بندیزونو له ختمیدا ګټه پورته کړي.

 

ټیګونه