ایران دښمنو رسنیو ته پیاوړی ځواب ورکوي
(last modified Thu, 29 Dec 2022 00:59:56 GMT )
Dec 29, 2022 05:29 Asia/Kabul
  • ایران دښمنو رسنیو ته پیاوړی ځواب ورکوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند برید جنرال رمضان شریف په دې خبرې سره چې د ایران اینټرنیشنل او بي بي سي وغیره وغیره په شان دښمن ټیلي ويژن چینلونه بسیج شول چې ایران نابود کړي وویل ایران به د البانیا میشته منافقینو او د دښمن د رسنیو عواملو ته محکم ځواب ورکړي.

د تیرې سپتمبر د میاشتې له لومړیو څخه د ایران په بیلابیلو سیمو کښې یوشمیر بلواوې رامینځته شوې او له لومړیو ورځو راهسې د دغو بلواو په پراخولو کښې د نویو او د زړو رسنیو رول ټولو ته ښکاره و.

بي بي سي فارسۍ او ایران اینټرنیشل په لندن کښې د فارسۍ ژبې دوې رسنۍ دي چې په ایران کښې په بلواو باندې د اعتراض په بدلولو او د بلواو په زیاتولو کښې یې مهم رول لوبولی دی.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند برید جنرال رمضان شریف په ایران کښې د فتنې په رامینځته کولو کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم رول ډیر اغیز شیندونکی وباله او ویې ویل په تیرو څلور څلویښتو کلونو کښې امریکا او صهیونیسټ رژیم د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد هر ډول اقدامات ترسره کړي او دغو دواړو په وروستیو بلواو کښې مهم رول لرلی دی.

سردار شریف دې ته په اشارې سره چې امریکا په ځلونو ویلي دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د زغملو توان نلري زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې د نورو هیوادونو او د ازادۍ غواړو لپاره الهام بخښونکی دی او په سیمه کښې د امریکا د پروګرامونو د  شنډولو په حال کښې دی او واشنګټن په همدې دلیل په ایران کښې له اسلامي انقلاب سره دښمنۍ لري.

 

ټیګونه