امریکاهماغه راز له ایرانه د ویرولو کرغیړنو کارونو ته دوام ورکوي
د ایران د سوله ایزو ایټمی پرواګرام په زمینې کې په دغه قانون کې د دروغجنو تورونو تکراریدا په داسې شرائطو کې مطرح کیږی چې د امریکا حکومت له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه په یواړخیز ډول وتلو سره ، د نړیوالو قوانینو او ژمنتیاؤ خلاف ورزي کړې ا و ایران په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې له خپلو بشپړ حقوقو څخه له نه برخمنیدا سره سره،په نوښتونو اوډيپلوماټيک نرمښت سره ددغو چارو له ساتنې سره مرسته کړې ده .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي ووئیل،د امریکا د ۲۰۲۳کال دملی دفاع اختیاراتو په قانوهن کې درج ځيني ایراني ضد مادې د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد دامنیتی فضا جوړونې ،له ایرانه د ویرونې د کړچارونو د دودولو او د امریکا د لاسوهونکو او لمسونکو اقداماتو او دغه راز د غلیمانه سیاستونو او باؤرونو د دوام منعکس کونکي دي.
ناصر کنعاني چافي پخپلو یو لړ څرګندونو کې دې ته په اشارې سره چې د ایران د اسلامی جمهوریت د سیمه ایزو فعالیتونو په باب دځينو بې اساسه او چټي ادعاګانو مطرح کیدا، په لویدیځي آسیا او فارس خلیج سیمې کې ددغه هیواد د بې ثباته کونکي او ورانکار رول د دوام ښودنه کوي،زیاته کړه،د ایران د سوله ایزو ایټمی پرواګرام په زمینې کې په دغه قانون کې د دروغجنو تورونو تکراریدا په داسې شرائطو کې مطرح کیږی چې د امریکا حکومت له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه په یواړخیز ډول وتلو سره ، د نړیوالو قوانینو او ژمنتیاؤ خلاف ورزي کړې ا و ایران په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې له خپلو بشپړ حقوقو څخه له نه برخمنیدا سره سره،په نوښتونو اوډيپلوماټيک نرمښت سره ددغو چارو له ساتنې سره مرسته کړې ده .
ناصرکنعاني ټينګار کړی، ددفاعي دودو ملګرتیاؤ پشمول په مختلفو زمینو کې دایران او نورو حکومتونو دوه اړخیزې ملګرتیاوې ، دګډو ګټو اومصحلتونو په چوکاټ او د نړیوالو ژمنو او حقوقو په اساس دي او د هیڅ یوه دریمګړي هیواد په ضد نه دي او امریکاپخپله له بل هرهیواده زیات، په سیمې کې د دفاعي او پوځي ملګرتیاؤ او د وسلو دخرڅلاؤ تړونونه لرونکی هیواد دی او په سیمې کې ډ ډيرو زیاتو پوځي مرکزونو په درلودلو سره ئې د سیمه ایزې سولې اوثبات ریسک زیات کړی دی.