تهران کښې د شهید سلیماني د مکتب غونډه جوړیږي
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د شهید قاسم سلیماني د مکتب لومړنۍ نړیواله غونډه به په تهران کښې جوړه شي.
د شهید سلیماني د مکتب لومړنۍ نړیواله غونډه به د رواني اونۍ په چهارشنبې او پنجشنبې ورځ په تهران کښې شهید قاسم سلیماني د مقاومت د نړیوال اتل په شعار سره ترسره شي.
د شهید قاسم سلیماني د مکتب د نړیوالې غونډې سیکرټر حسین اکبري پرون وویل دغه غونډه تیر هجري لمریز کال په ملي ډول او د شهید سلیماني او د اسلامي تمدن په نوم سره ترسره شوه خو روان هجري لمریز کال په نړیوال چوکاټ کښې شهید سلیماني د مقاومت نړیوال اتل په نوم سره ترسره کیږي.
هغه وویل د مرغومې د میاشتې په څوارلسمه نیټه یعني په لومړۍ ورځ به د غونډې لومړۍ پړاو د غونډو په هال او دوهم پړاو هم د مرغومي د میاشتې په پینځلمسه د ایران د راډیو او د ټيلي ويژن ادارې صداو سیما د غونډو په هال کښې د لبنان او د سوریې د مقاومت د چورلیز د ځینو مشرانو او دغه راز د ګاونډیو هیوادونو یعني د عراق او د افغانستان د ځینو مشرانو او د ایران د داخلي چارواکو په ګډون سره ترسره شي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف به دغه غونډه پرانیزي او په دوهمه ورځ به خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه غونډې ته وینا وکړي.