تهران د مصر او د ایران ترمینځ د هر مثبت اقدام هرکلی کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د مصر او د ایران ترمینځ د هر ډول مثبت اقدام هرکلی کوي.
هغه د ایران او د مصر ترمینځ د خبرو اترو په هکله نن په یوه خبري کانفرنس کښې وویل په اردن کښې د بغداد دوه په نوم د غونډې په څنګ کښې د ایران او د مصر د خارجه وزیرانو خبرې اترې مثبتې او له دلچسپۍ سره یوځاې وې.
کنعاني د سردار سلیماني د شهادت کلیزې ته اشاره وکړه او ویې ویل قاسم سلیماني او ابو مهدي المهندس د مقاومت څيرې او له ترهګرۍ سره د مبارزې اتلوالان وو کوم چې د عراق په خاوره کښې د امریکا په ترهګرې حملې کښې شهیدان کړې شول.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي له دریو اروپايي هیوادونو بریتانیا ، فرانسې او جرمني سره د مقابلې لپاره په تهران کښې د روسیې د سفیر د وړاندیز په هکله وویل د ایران اسلامي جمهوریت د سولې او د امنیت په موضوع سره په ډله ییزې ملګرتیا کښې د خپلو رغنده او اصولي کتنې پراساس له هغو ټولو لورو سره چې په صادقانه ، جدي او عملي ډول د ملګرتیا لپاره چمتو والی ولري ملګرتیا کوي او په دې لاره کښې د هر ډول هڅې او نوښت هرکلی کوي.
کنعاني په دې خبرې سره چې ایران د سیمه ییزو ملګرتیاو په چوکاټ کښې تراوسه ښه نوښتونه لرلي دي وویل د سیمه ییزو ملګرتیاو پراساس د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي سیاست د ګډ امنیت او د سولې د تامینولو لپاره تر ټولو ښه چوکاټ دی.
هغه په افغانستان کښې د ښځو په زده کړې د بندیز او په دې هکله د ایران د مرستې په اړه وویل د افغانستان په هکله د ایران دریځونه د دغه هیواد له خلکو سره د مصلحانه مرستې لپاره دي او د دوو هیوادونو ترمینځ د سرحدونو او د ګاونډیتوب په دلیل هره پیښه چې د افغانستان دننه رامینځته شي ایران هم له نوموړي پیښې اغیزمن کیږي.
ناصر کنعاني د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو د دریځونو په اړه هم وویل د صهیونیسټ رژیم چارواکي باید د خپل نوي حکومت ماتیدونکي حالت او هم د خپلو مسائیلو او د اقتصاد لړزانده او بې ثباته حالت ته پام وکړي او دغه رژیم پوهیږي چې ایران هر ډول ګواښ او اقداماتو ته پریکنده ځواب ورکوي.
هغه ټینګار وکړ د صهیونیسټ رژیم تیریګر اقدامات اوږده مخینه لري او هغه د فلسطین د مظلوم ملت پرضد د جنایت پراساس دي کوم چې د امریکا او د اروپايي هیوادونو په ملاتړونو سره ترسره کیږي.