د سپاه سمندري ځواک د چابهار په سمندر کښې یو ټن نشه ایز توکي ونیول
Jan 22, 2023 07:48 Asia/Kabul
ملګرو ملتو هم ایران له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د بیرغچي په توګه یاد کړی دی.
په چابهار کښې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د سمندي ځواک د امام علي(ع) نومې اډې قومندان محمد نوذري پرون وویل: په عمان سمندر کښې د چابهار په عمومي سیمې کښې د دغه ځواک په اطلاعاتي معلوماتو او دوامداره څارنې سره په یو ټن تریاکو بار لانچ نیول شوی دی.
د ویلو ده چې د ایران اسلامي جمهوریت له بندیزونو او محدودیتونو سره سره په کال کښې د څه باندې زر ټنه نشه ایزو موادو په نیولو سره، په نړۍ کښې د نشه ایزو موادو ترټولو زیاته اندازه کشفیات کوي.
ملګرو ملتو هم ایران له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د بیرغچي په توګه یاد کړی دی.