په وروستیوبلواؤ کې دښمنانو هرڅه کارولی خوماته ئې وخوړله
د سپاه پاسدارانو د عمومی قوماندان جانشین ووئیل، دښمنان ډاډمن وو چې بریالي کیږي،خو د تیرو بې شمیره پیښو په څير ئې بیا هم ماته وخوړله.هغه ټینګار کړی، دښمنانو ډیره هڅه کړې چې خلک وغولوي او واټونو ته ئې وکاږي ،خو حتی له هیڅ هڅې ئې ډډه نه ده کړې خو بیا هم سپک او بې شرمه پاتې شوي دي.
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانود عمومی قوماندان جانشین ټينګار وکړ،د اسلامی انقلاب دښمنانو دخپلو عوامولو لپاره درست اقدامات ترسره کړي دي ،خو د تیرو بې شمیره موردونوپه څير ئې ماته خوړلې ده.
ایرناخبري آژانس راپور ورکړ،د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشین امیر البحر علي فدوي د پرمختګ او امید رامینځةکونکي روایت په لومړني ملی سمینارکې چې د امام حسین(ع)په پوهنتون کې ترسره شو،ووئيل،د تاریخ په اوږدو کې داسې وخت نه دپيدا شوی چې د امریکا او د هغې دمتحدانوپه څیر ستر شیطان هیواد سره متحد شوي وي او په هغه اندازه چې داسلامی انقلاب له پیله تر دې دمه ئې په دغو ۴۴کلونو کې له کومو جنایتونو ډډه کړي وي ،دښمني کړي وي او دوي حتی یوه ورځ هم له دښمنئ لاس نه دی اخستی.
سردار فدوي زیاته کړې،په روان ۲۰۲۳کال کې د امریکاپوځي بودجه ۹۵۵میلیارډالره ده او په اوه سوه پنځه پنځوس بهرنیو پوځي مرکزونو کې ځواک لري او دهغوی لګښت ورکوي،خو امریکایانو پخپله منلې ده چې د دوي له فعالیتونو څخه ترلاسه شوي نتیجو تر ذلته رسولي دي.