اسلامي ایران په افغانستان کښې ټولشمول حکومت غواړي
(last modified Fri, 27 Jan 2023 23:35:52 GMT )
Jan 28, 2023 04:05 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران په افغانستان کښې ټولشمول حکومت غواړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر کاظمي قمي د دغه هیواد له اوسني حالته د وتلو یوازنۍ لاره د سیاسي خبرو اترو پیلیدل او په افغانستان کښې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړیدل وبلله.

هغه د افغانستان له «طلوع نیوز» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل ایران په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت د جوړیدا غوښتونکی دی.

کاظمي قمي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له خلکو د ملاتړ په هدف سره د دغه هیواد له چارواکو سره جدي او قوي تعامل لرلی او چمتو دی نه یوازې د تجارتي ملګرتیا په برخه کښې بلکې د اقتصادي ملګرتیا په برخه کښې هم له افغانستان سره تعامل ولري.

په افغانستان کښې د ایران سفیر کاظمي قمي وویل په ایران کښې  د افغانستان څه د پاسه پنځوس لکه مهاجرین ژوند کوي او د ایران اسلامي جمهوریت د دوې لپاره مناسب خدمات برابر کړي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت له تیرو څلویښتو کلونو راهسې د دنیا د پناه غواړو د ترټولو سترې ټولنې په تیره بیا د افغانستان د ښاریزو کوربه توب کړی او حتی د ایران پرضد د عراق د تپلي جنګ په وخت او د تیرو څو  لسیزو  له ظالمانه بایکاټونو سره سره اوس هم د افغانستان په میلیونونو کډوالو ته چې په ایران کښې په کارونو او زده کړې او کار کسبونو بوخت دي اسانتیاوې نه دې ختمې کړي.

 

ټیګونه