د ایران د بلواو د تورنو کسانو بخښل بې مخینې نوښت دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بشري حقوقو د کومیټۍ سیکرټر کاظم غریب ابادي د تورنو کسانو بخښل بې مخینې نوښت وباله او ویې ویل دغه اسلامي او انساني اقدام د ایران د نظام د مهربانۍ او د ولسي توب نښه او د بشري حقوقو په حوزه کښې لوړ ګام دی.
د ایران د بشري حقوقو د کومیټۍ سیکرټر او د قضايي قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي د قضايي قوې د مشر د بخښنې له وړاندیز سره د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود موافقت ته په اشارې سره چې د لسګونو زرو کسانو په تیره بیا د ایران په بلواو کښې د لاس لرونکو تورنو او محکوم شویو کسانو د سزاګانو د کمیدا او د بخښل کیدا سبب شول وویل دغه اقدام د ایران د اسلامي نظام د مهربانۍ او د ولسي توب نښه او د بشري حقوقو په حوزه کښې لوړ ګام او بې ساری نوښت دی.
هغه وویل د ایران د قضايي قوې د مشر د بخښنې له وړاندیز سره د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په موافقت سره په لسګونو زره کسان په تیره بیا په هیواد کښې په وروستیو بلواو کښې تورن او محکوم شوي کسان بخښل کیږي او د دوې قضايي دوسیې چې په هرې مرحلې کښې چې وي ختمیږي.
د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې د رارسیدا په مناسبت د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په هیواد کښې په وروستیو بلواو کښې د ډیرو لاس لرونکو تورنو کسانو او محکومانو له بخښلو او د هغوې د سزاګانو له کمولو سره موافقت وکړ.
د ایران په وروستیو بلواو کښې د ډیرو تورنو او محکوم شویو کسانو له بخښلو او د سزاګانو له کمولو سره د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي موافقت څو مهم ټکي لري چې له مخکې څخه زیات باید هغه د اسلامي ایران او د انقلاب د ثبیت لپاره د هغه د دور اندیشۍ او د هغه د تدبر نښه وګڼو.
د اسلامي ایران دښمانانو په وروستیو بلواو کښې هیواد او خلکو ته د ګوزار د ورکولو لپاره له خپل ټول توانه استفاده وکړه خو د تیرو کلونو په شان دغه دسیسې ماتي وخوړله او یوځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت اقتدار او د خلکو وحدت د دښمانانو د هدفونو د تحقق خنډ شو.