د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لخوا د تورنو او د بلواګرو کسانو بخښل کیدا د اسلامي مهربانۍ نښه:-
د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې او د رجب د میاشتې د اخترونو د رارسیدا په مناسبت د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د وروستیو بلواو د ډیرو تورنو او محکومو کسانو له بخښلو او د سزاګانو له کمولو سره موافقت وکړ.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ته د قضايي قوې د مشر حجت الاسلام و المسلمین «محسن اژه اي» په وړاندیز شوي لیک کښې ویل شوي دي د هیواد په وروستیو پیښو کښې د هیواد یوشمیر کسانو په تیره بیا ځوانانو د دوښمن د پروپاګنډو او د القائاتو په وجه یوشمیر جرمونه او ناسم کارونه وکړل چې د خپلو ځانونو لپاره په ستونزو رامینځته کولو سربیره یې د خپلو کورنیو او د نږدې کسانو لپاره هم مشکلات رامینځته کړل او په دوې کښې یوشمیر کسان اوس د ایران د ولس ضد او د انقلاب ضد ډلو او د خارجي دښمانانو د پلان له ایشوا کیدا وروسته د پښیمانتیا په ښودلو سره د بخښل کیدا غوښتنه کوي.
د ایران د اساسي قانون د یوسل لسمې مادې پراساس چې پکښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود دندې او اختیارات په ګوته شوي دي د قضايي قوې د مشر له وړاندیز وروسته د اسلامي تعلیماتو په حدودو کښې د محکوم شویو کسانو بخښل یا د هغوې د سزاګانو کمول د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په اختیاراتو او حدودو کښې شامل دي.
له دې کبله حضرت ایت الله خامنه اي په دیارلس سوه اته شپیتم میلادي کال کښې د مشر تابه د ستر مقام د پړاو له پیلیدا راهسې په بیلابیلو مناسبتونو ځینې محکوم شوي کسان بخښلي یا یې سزاګانې ورته کمې کړي دي او د عامو او د اختصاصي محکمو ګڼ شمیر محکوم شوي مجرمان په کراتو د مشر تابه د ستر مقام لخوا له بخښل کیدا برخمن شوي دي.
خو د ایران د وروستیو بلواو د ډیرو تورنو او محکوم شویو کسانو له بخښل کیدا یا د سزا له کمولو سره د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي موافقت څو مهم ټکي لري چې هغه له مخکې څخه زیات باید د اسلامي ایران او د انقلاب د تثبیت لپاره د هغه حضرت د دوراندیشۍ او د تدبیر نښه وګڼو.
د اسلامي ایران دوښمانانو په وروستیو بلواو کښې خلکو او حکومت ته د ګوزار د ورکولو لپاره خپل ټول وس وکاروه خو د تیرو کلونو په شان دغه دسیسې ماتي وخوړله او یوځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت اقتدار او د خلکو وحدت د دوښمانانو د هدفونو د تحقق مخه ونیوله.
د تورنو او د محکوم شویو کسانو له بخښل کیدا او د سزاګانو له کمولو سره د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د موافقت په هکله بل مهم ټکی دا دی چې دغه بخښل کیدا د ځینو کسانو لپاره یو فرصت ګڼل کیږي کوم چې په وروستیو بلواو کښې د دوښمانانو رواني جنګ او دسیسو دوکه کړل او د هغوې د ترکیبي جنګ تر اغیز لاندې یې غیرقانوني اقداماتو او د قانون ماتولو ته مخه کړه.
پر دې اساس د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لخوا د تورنو کسانو بخښل باید په ټولنه کښې د وحدت د ساتلو لپاره د اغیز شیندونکي اقدام او د اسلامي مهربانۍ نتیجه وجاجوو ځکه چې د ایران د اسلامي جمهوري نظام بنسټ په رحمت او په ټولنې کښې له ځینو شخړو په تیریدا ولاړ دی.
بل مهم ټکی د ایران د ملي انسجام او د وحدت ساتل دي دوښمانانو په وروستیو پیښو او بلواو کښې په ایران کښې د بیلابیلو قومیتونو او د پرګنو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو هڅه کوله چې د مشر تابه د ستر مقام په تدبیر او د امنیتي او د استخباراتي ځواکونو د اقتدار په سیوري او د خلکو د وحدت په نتیجه کښې یې د تیرو وختونو په شان ماتي وخوړله.
بل مهم ټکی دا چې د ایران د اسلامي انقلاب لخوا د وروستیو بلواو د تورنو او محکومو کسانو بخښل او د سزاګانو کمیدل یو ځل بیا د ایران په اسلامي نظام کښې د امنیت او د ثبات ښودنه کوي؛ په حقیقت کښې دغه اقدام د دې ښودنه کوي چې د ایران اسلامي نظام نه یوازې کمزوری شوی نه دی بلکې د قدرت او د اقتدار له دریځه یې هغه تورن او محکوم شوي کسان چې په خپلو ناوړه کارونو پښیمانه شوي دي بخښلي او عفو کړي دي.