IAEA دې حرفه وي چلند ولري
د ایران د ایټمي انرژۍ دادارې مشر ووئيل، د ایټمی انرژۍ نړیوال آژآنس مشران دې خپل حرفه وي چلند هماغه شان وساتي او د خپلواکه هیوادونو په ضد دېد دباؤ دبهیر برخه نه کیږي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د ایټمي ا نرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامی نن دحکومتی کابینې دغونډې په څنډې کې دخبریالانو په ټول کې ووئيل، دایټمی انرژۍ د ن نړیوال آژانس له مشر په تیره بیا دا تمه ده چې ددغه نړیوال اورګان حرفه وي چلند ئې هماغه شان وساتي.
هغه روښانه کړې ده ، د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس څخه د ایران همیشته تمه داده چې داسلامی ایران په ضد دې د سیاسی او دباؤ د بهیر برخه نه کیږي.
دایټمي انرژۍ نړیوال آژانس د فرورۍ په لومړۍ نیټه د واکمنې شورا غړو لپاره په یوه پټ راپور کې ادعا کړې ده د فردو کمپلیکس په یوه نه اعلان شوي پلټنې کې مشخصه شوې ده چې د آئي ار -۶ ډوله سنټرفیوژونو په دوو برخو کې چې یورانیم تر شپیتو فیصدو پورې پخوي ،له یوه بل سره په توپیر کې ئې مختلف راپورونه ترلاسه شوي دي، چې دغه چاره ورپسې د امریکا او اروپائي ټرائيکا د یوې غیر منطقي اعلامیې دخپریدا سبب شوي البته د آژانس پلټونکي وروسته پخپلې تیروتنې اعتراف هم کړی دی .