په ټول ایران کښې به د اسلامي انقلاب د بریالیتوب جشنونه جوړ شي
(last modified Thu, 09 Feb 2023 08:44:51 GMT )
Feb 09, 2023 13:14 Asia/Kabul
  • په ټول ایران کښې به د اسلامي انقلاب د بریالیتوب جشنونه جوړ شي

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي تبلیغاتو د شورا مشر حجت الاسلام محمد حسیني موسی پور د اسلامي ایران په بیلابیلو سیمو کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د جشنونونو د ترسره کیدا خبر ورکړ اویې ویل

 د ایران په اته دیرش زره کلیو او څوارلس سوه ښارونو کښې د روان کال د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې لاریونونه ترسره کیږي.

هغه نن د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې  یعني د سباوون د لسیزې په مناسبت په یوه خبري کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې  دوه کاله  د کورونا ویروس د خپریدا په وجه د سلواغې د میاشتې د دوه  ویشتمې نیټې د لاریونونو  د نه ترسره کیدا په وجه به روان کال د ایران د  خلکو د وحدت یوزړه توب اتحاد او د ملي انسجام کتونکي وو وویل  دغه لاریونونه د ایران په اته دیرش زره کلیو او څوارلس سوه ښارونو کښې ترسره کیږي او د رسنیو شپږ زره خبریالان او ټیلي ويژن چینلونه به دغو لاریونونو ته پوښښ ورکړي.

د ایران د اسلامي تبلیغاتو د شورا مشر حجت الاسلام موسی پور په دې خبرې سره چې اسلامي انقلاب په تاریخ کښې یوه بې ساري او ځانګړي پیښه ګڼل کیږي وویل هره یوه دسیسه چې د ایران د ملت پرضد وشوه په یوازې ځان د هر هیواد په ګونډو کولو لپاره کافي وه  خو د ایران اسلامي انقلاب مقاومت وکړ او نه یوازې دغه دسیسې یې شنډې کړې بلکې مخ ته یې حرکت او پرمختګ وکړ.

هغه په سوریې او ترکیې کښې د سختې سختې زلزلې د وژل شویو خلکو په هکله تسلیت ویلو سره وویل د دغو دوو هیوادونو له زلزله ځپلیو سره د مرستو لپاره د ایران له چمتووالي سره سره امریکا او اروپايي هیوادونه چې د بشري حقوقو تش په نام مدافعان دی د سوریې او د ترکیې له خلکو سره د ایران د مرستو کولو اجازه نه ورکوي.  

 

ټیګونه