په ټول اسلامي ایران کښې د الله اکبر غږ انګازې وکړې
د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلور څلویښتمې کلیزې په شپه په ټول اسلامي ایران کښې د «الله اکبر» غږ انګازې وکړې
د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلور څلویښتمې کلیزې په شپه په ټول اسلامي ایران کښې د «الله اکبر» غږ انګازې وکړې
تیره شپه ۹ بجې د ایران د اسلامي جمهوریت میلیونونو خلکو د خپلو کورونو په چتونو او په جوماتونو او سړکونو باندې د الله اکبر چغې پورته کړې.
هم داشان د ایران په مختلفو ښارونو کښې د الله اکبر د غږونو سره هممهاله آتش بازي هم وشوه.
د ۱۳۵۷ کال د سلواغې د میاشتې په ۲۲ نیټه یعنې د ۱۹۷۹ کال د فرورۍ په ۱۱، د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) په مشرۍ د د ایران اسلامي انقلاب بریالیتوب ته ورسیده چې نن یې څلور څلویښتمه کلیزه ده او په هم دې مناسبت مونږ هم د اسلامي انقلاب ټولو مینه والو او پتمنو انسانانو په تیره بیا د تهران راډیو مینه والو ته مبارکي وایو.
په هم دې لړ کښې نن هم د هر کال په شان د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې پراخ لاریونونه ترسره کیږي.