د ایران ولس په کراتو ثابته کړې ده چې داد مخملي کودتا خاوره نه ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلور څلویښتمې کلیزې د رارسیدو مبارکي وویله
حسین امیر عبداللهیان په یو ټویټ کښې ولیکل: د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په څلور څلویښتمې پرتمینې کلیزې، د ایران ولس د پیوستون د اعلانولو او د ایران او ایراني د ویاړ او افتخار د جشن لپاره تیار شوی دی.
د ایران خارجه وزیر هم داشان د انقلاب د څلور څلویښتمې کلیزې په درشل کښې په یو ویډیو پیغام کښې د انقلاب د بریالیتوب د کلیزې د رارسیدو په مبارکۍ سره وویل: د علم او ټیکنالوجۍ، دفاع، تخنیکي او صنعتي، هوافضا، طب او نورو بیلابیلو برخو کښې د ایران ستر او حیرانونکي پرمختګونه د خوشالۍ لامل دي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي هم په یو ټویټ کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۴مې کلیزې په مبارکۍ سره، د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریون کښې د د خلکو پرتمین شتون د ایران د ملي امنیت له ګټو د دفاع په لړ کښې د عزتمندې ډیپلماسۍ د لارې د دوام لپاره یوه مضبوطه اډانه وبلله.