ایران ترکیې ته د مرستو دریمه جوپه ولیږله
د ایران د سرې میاشتې د ټولنې مشر ترکیې ته د ایران د مرستو د دریمې جوپې د استولو خبر ورکړ
پير حسین کولیوند په ترکیې او سوریې کښې زلزله ځپلو سیمو ته د ایران د لیږدوونکو مرستو په هکله وویل: پرون(دوشنبه) مو هم د پوځ د هوايي ځواک په مرستې سره ترکیې ته یوه الوتکه ولیږله.
د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، د ایران د سرې میاشتې د ټولنې مشر زیاته کړه: په ترکیې او سوریې کښې د زلزلې له پیښې وروسته مو په هم هغه اوله ورځ، د ضرورت پر شیانو سربیره د لټون او ژغرونې او مرسته کونکي ځواکونه ولیږل.
هغه هم داشان وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ او د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران د سرې میاشتې ټولنې ته امکانات او وسائل ورکړل ترڅو زلزله ځپلو خلکو ته د ژوند ضروري شیان واستوو.
د ښاغلي کولیوند په وینا، تر کنډولو لاندې د ژوندي کسانو معلومونکي سپي او مشینونه تراوسه توانیدلي چې څو ژوندي پيدا کړي او ویې ژغوري، هم داشان عملیاتي ټیمونه هم د مرستې او ژغورنې په ګاډو سره ډیر ښه امکانات لري چې ۲۴ ساعته کار کوي. له دې نه علاوه مو زخمیانو او زلزله ځپلو د درملنې لپاره ډاکټران هم وراستولي دي.