د ایران اسلامی جمهوری نظام پر ولس تکیه کوي
(last modified Mon, 20 Feb 2023 00:54:12 GMT )
Feb 20, 2023 05:24 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامی جمهوری نظام پر ولس تکیه کوي

د ایران د اسلامی جمهوریت  پخپلو وروستیو دریځونو او جوتو  اعلامیو کې وئيلي دي ، اسلامی ایران هیڅکله هم په ترینګلتیاؤپسې نه دی،البته  دخپلو ملي ګټو او خپل مسلم حق په باب  هیڅکله هم سازباز نه کوي،خو له سوله ایزو  او ډيپلوماټيکو خبرواترو ئې تل استفاده کړې او بیا به هم دغې لارې ته دوام ورکړي.  

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  بیګا د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن له مسئول جوزف بورل سره په ټيلیفوي خبرو کې  ټینګار وک،  دایران اسلامی جمهوریت  پر ولس تکیه  کوي او د سلواغې د ۲۲نیټې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب  کلیزې په مناسبت د ولس میلیوني   او ولولوناک  لاریونونو یو ځل بیا دا خبره  اثبات کړه.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران خارجه وزیر د اروپائی اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن له مشر س ره په دغه تماس کې  همداراز  دایران او اروپائي اتحادئې د اړیکو، د بندیزونو دختمونکو خبرواترو،د ایران او د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دملګرتیا او د اوکراین د وروستیو بدلوونو په باب  دنظر تبادله وکړه.

داپه داسې حال کې دي  چې د ایران د اسلامی جمهوریت  پخپلو وروستیو دریځونو او جوتو  اعلامیو کې وئيلي دي ، اسلامی ایران هیڅکله هم په ترینګلتیاؤپسې نه دی،البته  دخپلو ملي ګټو او خپل مسلم حق په باب  هیڅکله هم سازباز نه کوي،خو له سوله ایزو  او ډيپلوماټيکو خبرواترو ئې تل استفاده کړې او بیا به هم دغې لارې ته دوام ورکړي.  

 

ټیګونه