روسیې د وسلو د تولید د زیاتولو ژمنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128476-روسیې_د_وسلو_د_تولید_د_زیاتولو_ژمنه_وکړه
فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې خبرې باندې ټینګار سره چې پوځ د امنیت او د ثبات تضیمنونکی دی د وسلو د تولید د زیاتولو ژمنه وکړه.
(last modified 2023-02-23T20:35:08+00:00 )
Feb 24, 2023 01:02 Asia/Kabul
  • روسیې د وسلو د تولید د زیاتولو ژمنه وکړه

فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې خبرې باندې ټینګار سره چې پوځ د امنیت او د ثبات تضیمنونکی دی د وسلو د تولید د زیاتولو ژمنه وکړه.

پوتین پرون په روسیې کښې د وطن د دفاع د ورځې په مناسبت په یوې وینا کښې وویل موډرن او اغیزشیندونکی پوځ او سمندري ځواک د روسیې د امنیت او واکمنۍ تضمینونکی او د هیواد د راتلونکي او د ثبات او د پراختیا ضامن دی.

د روسیې ولسمشر ولایمیر پوتین زیاته کړه ماسکو به د وسله والو ځواکونو ټولو عناصرو ته  په انډوله توګه او په لوړ کیفیت په تیره بیا د ارتباطاتي او د جاسوسۍ په تجهیزاتو او نویو سیسټمونو ، بې پایلوټه الوتکو او توپونو  سمبالو سره  پراختیا ورکړي.

هغه ټینګار وکړ چې همدا اوس د روسیې صنعت په چټکۍ سره د وسلو تولیدول زیاتوي.

نن د اوکراین د جنګ د پیلیدا لومړۍ کلیزه ده ؛دغه جنګ نه یوازې د روسیې او د اوکراین ترمینځ په یوه کړکیچ بدل شوی بلکې د لویدیځو هیوادونو او د ماسکو اړیکې یې هم له تر ټولو زیاتو تاوتریخوالو سره مخامخ کړي دي.

امریکا، انګلستان، فرانسه ، جرمني او نورو اروپايي هیوادونه او دغه راز کاناډا ، اسټرالیا وغیره وغیره اوکراین ته هرډول وسلې ورکوي او هلته ترهګر استوي چې د روسیې د پوځیانو پرضد وجنګیږي.