د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددښمنۍ دڅرنګوالي اړخونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128502-د_ایران_له_اسلامی_جمهوریت_سره_ددښمنۍ_دڅرنګوالي_اړخونه
د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب او دجمهوری نظام له ځاي په ځاي کیدا وروسته تل د امریکا په مشرۍ استکباري نړۍ له دغه اسلامی نظام سره مخالفت ته مخه کړې  او ددې دکمزوري کولو او نسکورولو لپاره ئې تل هڅې کړي دي  او په دغې لارې  کې ئې هیڅ هڅه نه ده سپمَوَلې.
(last modified 2023-02-24T07:11:08+00:00 )
Feb 24, 2023 11:33 Asia/Kabul
  • د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددښمنۍ دڅرنګوالي اړخونه

د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب او دجمهوری نظام له ځاي په ځاي کیدا وروسته تل د امریکا په مشرۍ استکباري نړۍ له دغه اسلامی نظام سره مخالفت ته مخه کړې  او ددې دکمزوري کولو او نسکورولو لپاره ئې تل هڅې کړي دي  او په دغې لارې  کې ئې هیڅ هڅه نه ده سپمَوَلې.

د ایران د اسلامی  نظام او ولس دښمنان،د ایران د پوځي مخه نیونکي قدرت ترڅنګ د ځلیدونکي بهرني سیاست او هم د اقتصادي،تجارتي،علمی،تخنیکي او کلتوري زمینوپشمول د ایران د اسلامی جمهوریت د توانمنیو په زیاتیدا سخت اندیښمن دي  او همدا موضوع  له ایران سره ددوي دزیاتیدونکې دښمنۍ سبب شوې ده. په عین حال کې په وروستیو څلورو لسیزو کې د ایران داسلامی جمهوریت د سمیه ایز نفوذپراختیا او له پولو  په بهر کې د اسلامی انقلاب د پیغام پراختیا ته په پام سره، تل امریکا د لویدیځي بلاک د سرغنې په توګه  له ایران او د ایران له ولس سره د دښمنۍ او د دوي د کمزوری کولو لپاره د ایران په ضد دتر ټولو براخو او بې مخینې بندیزونو د لګولو، د ایران په ضد د له پوځي قدرته په استفادې د ګواښلو او د رسندوئي  او پروپیګنډيزو نفسیاتي ترینګلتیاؤ او  بحرانونو پشمول  له ډول ډول نرم او سخت آوزارونو څخه  په استفادې سره تر ټولو زیاتې هلې ځلې په ایجنډا کې راوستي دي. له دغو ټولو هلوځلو  او غلیمانه اقداماتو او له ایران سره د هرډول دښمنیو له دوام سره سره، البته تر دې د مه  دایران اسلامی جمهوریت په ترټولو لوړ سیمه ایز موقعیّت کې دی اوپه سیمه ایزو او نړیوالو بهیرونو او حتی په لویدیځ کې  ډير اغیزشیندونکی رول لوبوي. یوه هغه موضوع چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا...العظمی سید علی خامنه اي د پنجشنبې  ورځې درهبرۍ دخبرګانو شورا له غړو سره په کتنې کې ورباندې ټينګار وکړ، د ایران له اسلامی جمهوریت سره د دښمنۍ د څرنګوالي دبیانولو  ضرورت دی.حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې وفرمائيل؛د ایران داسلامی جمهوریت نظام ددغې دښمنۍ په شیشت کې دی .ځیني کسان شته چې باؤري دي ، په ټولو واړو او سترو مسئلو کې باید د لویدیځ پر نسخې عمل وشي، د لویدیځ  نسخه  لیبرل ډیموکراسي ده،یعني اصلا دین او دغه خبرې پکې نشته،پخپله د لیبرل ډيموکراسۍ سرغنو د لیبرالزم او ډيموکراسۍ په بیرغ سره پر دنیا د مسلط کیدا نقشه انځور کړې ده. د ایران اسلامی جمهوریت کله رامینځةکیږي،ولسواکي راولي،آزادي ډالۍ کوي،البته ددې ترڅنګ دین هم راولي،هغه نقشه سره ګډه وډه کوي.پخپله د ولسوالۍ ترځنګ دین اوڅاره ننداره،دښمن راپنځوي.دلیل ئې هم دا دی چې د دوي نقشې باطلوي.

Image Caption
Image Caption

 

د  ؛دیني ولسواکۍ ؛ د وړاندې کولو په زمینې کې د اسلامی جمهوری نظام پر مهم اقدام د اسلامی انقلاب دستر لارښود ټينګار، له حکومته  ددین د جلا کولو په زمینې کې د لویدیځ د څو کلن تمدن بهیر یا هماغه سیکولرزم ته په پام سره  له سیاسته ددین د جلا کولو په نظرې د باطلیدا کرښې راکښل  دي چې د دوي په ویناد لویديځ دتمدن د هویّت دمرکزي ټکي په معنا مطرح ده،له حکومت یا له سیاسته د دین پر جلاکیدا په وروستیو څو پیړیو کې د لویدیځي متفکرانو او حکومتونو د ټینګار په اپوټه،البته  اسلامی جمهوری نظام  د نوي کړچار یعني د دیني ولسواکۍ په وړاندې کولو سره توانیدلی دی د سیاست په ډګر کې دین په یو اغیزشیندونکي ډول وارد کړي او  دلویدیځي ډيموکراۍیعني  له حکومته  ددین دجلا کیدا ضرورت او د سیاست او دین سره د ډغرې پخوانۍ مدعا  له چیلنج سره مخ کړي . په حقیقت کې دیني ولسواکي، د لویدیځي سیکولرزم په مقابل کې د یوه غوره بدیل په توګه مطرح ده.نو ځکه دغه چاره د لویدیځي سرغنو په تیره بیا د امریکا د لالهاندۍ او سربدالۍ سبب شوې ده  او  د لویدیځوالو یوه غوره هڅه په تیره بیاد  ایران په ضد د امریکا د نسکورؤنکو او ورانکارو  اقداماتو دوام،د ایران د ولس د ناامیده کولو او د اسلامی جمهوری نظام د ناکاره بریښولو لپاره هڅه ده.په عین حال کې په ډيروسیاسیي،اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او پوځي ډګرونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت  حیرانونکي پرمختګونه او خوځنده وده،د لویدیځي سیکولرزم په مقابل کې د دیني ولسواکۍ  دبریالیتوب بیلګه  او د ایران د اسلامی  جمهوری نظام به ضد د امریکا په مشرۍ د ورانکارو  اقداماتو او سیاستونو دښکاره ناکامۍ په معنا  حسابیږي.