د ایران ولسمشر:
سپاه پاسداران ټروریزم سره د مبارزې په زمینه کې ځلانده مخینه لري
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ټروریزم سره د مبارزې په زمینه کې ځلانده مخینه لري.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تېره ورځ د حضرت امام حسین علیه السلام د زورکړې د کلیزې په مراسمو کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له یو شمېر ځواکونو سره په لیدنه کې وویل: نن سبا، دښمنان د سپاه له نامه څخه ویریږي، او هغوی ځکه له سپاه سره ستونزه لري چي دغه سپېڅلي ځواک له الهي ارزښتونو، ولس او خپل ټاټوبې څخه دفاع کوي.
رئیسي زیاته کړه: دښمنان په ځلونو اسلامي ایران سره، مقابلې ته وتلي او هر ځلې ماته خوړلې ده او خپله هم په دې باندې اعتراف کوي.
د ایران ولسمشر د دې په بیانولو چي د اسلامي نظام دښمنان به تل ماتې سره مخامخ شي، جوته کړه: زمونږ دښمنان د سپېڅلي دفاع، اقتصادي جنګ او رسندویې جنګ کې هم ماته خوړلې ده.
رئیسي ټینګار وکړ چي د داعش ترهګره ډله د نړیوال استکبار له لورې رامینځ ته شو لیکن سپاه پاسداران په خپل حضور سره، امنیت رامینځ ته کړ او د ټروریزم د ماتولو په زمینه کې یې ځلانده کړچار په خپلې نامې سره ثبت ته ورساوه او په دې لړ کې شهید سردار قاسم سلیمانی ټروریزم سره د مبارزې اتل شو.