Feb 28, 2023 14:33 Asia/Kabul
  • د بشري حقوقو شورا؛ په خپلواکه هیوادونو باندې د دباو لپاره د لویدیځو هیوادونو سیاسي اوزار:-

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په جینیوا کښې د بشري حقوقو د شورا په غونډې کښې ټینګار وکړ: د بشري حقوقو شورا له خپلې اصلي دندې څخه په واټن اخیستلو سره د لویدیځو قدرتونو په لاس کښې په سیاسي اوزار بدله شوي ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر  حسین امیر عبداللهیان په تیرې دوشنبې ورځ په جینیوا کښې د بشري حقوقو په دوه پنځوسمې غونډې کښې وویل یوه اړخیزه قهرجن اقدامات هماغه ډول  چې غیر قانوني او انساني ضد دي په منظم ډول په هدف وړ هیوادونو کښې د بشر د اساسي حقوقو خلاف ورزۍ کوي؛د امریکا حکومتونه  یوبل پسې باید د دا ډول کړچار په دلیل ځواب ویونکي ووسي؛ دغه راز هغه شمیر اروپايي هیوادونه او نور ملکونه چې د امریکا د یواړخیزه قهرجنو اقداماتو پیروۍ یې کړي ده هم باید ځواب ویونکي ووسي.

بشري حقوق او د بشري حقوقو د شورا په شان هغه ته اړونده ارګانونه داسې بحثونه دي چې په تیرو لسیزو کښې تل د لویدیځو هیوادونو  په تیره بیا د امریکا لخوا ترې ناوړه استفاده شوي ده او دغو هیوادونو په سیاسي او دوه ګوڼه کړچار سره له هغې د ایران اسلامي جمهوریت په شان په خپلواکه هیوادونو باندې د خپلو غوښتنو د ورتپلو لپاره د یوه اوزار په توګه استفاده کړي ده.

دا په داسې حال کښې دي لویدیځ هیوادونه چې په سر کښې یې امریکا ده په خپله د بشري حقوقو یو تر ټولو ستر خلاف ورزۍ کونکی هیواد دی.

د سوریې د عراق د یمن او د نړۍ په نورو هیوادونو کښې په جنګونو کښې له ترهګرو ډلو د دغو هیوادونو ملاتړ او یا د فلسطین د خلکو د قانوني او د انساني حقوقو په مقابل کښې له صهیونیسټ رژیمه زیات ملاتړونه د دغه ادعا مصداق دی.

ایران هم د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته تل د امریکا له بشر ضده حملو سره مخامخ دی؛د ایران په مسافر وړونکي الوتکې باندې د امریکا د جنګي بیړۍ د حملې ، د ایران په سردشت سیمې باندې د کیمیاوي بمباریو ، د ایران د نامتو سیاسي او د انقلابي شخصیتونو د ټرور په شان اقدامات ، د ایران د اولس زره(۱۷۰۰۰) بې ګناه انسانانو وژل، د اقتصادي بایکاټونو لګول او په ایران کښې د بلواو او د ناکراریو ملاتړ په هغو بشر ضده اقداماتو او جنایتونو کښې شامل دي چې د امریکا یا د هغې د متحدو هیوادونو لخوا د ایران د ملت پرضد اعمال شوي دي.

د امریکا د غیر انساني اقداماتو ښکاره بیلګې د ایران پرضد یواړخیزه بایکاټونه دي چې نورو هیوادونو ته په ګواښ کولو او دغه راز د خاصو درملو د خرڅولو او د روغتیايي او د درملنې د مرکزونو د تجهیزولو او د خدماتو د وړاندې کولو د مخنیوي په شان له اقداماتو سره یوځاې دي او د امریکا دغو یواړخیزه بایکاټونو د ایران د خلکو په سلامتیا منفي اغیزونه کړي دي او د ایران د ډیرو ناروغانو د مړینې سبب شوي دي.

دغه موضوع ته حتی د «النا دوهان» د راپور په شمول د ملګروملتونو د راپورټرانو لخوا په ډیرو خپرو شویو راپورونو کښې اشاره شوي ده.

ښکاره خبره دا ده چې د ایران اسلامي جمهوریت اراده د اساسي قانون او د اساسي اصولو پراساس د بشري حقوقو پیاوړي کول دي، خو لویدیځ هیوادونه کوشش کوي د بشري حقوقو موضوع د لویدیځ له وجودي بنسټ څخه معرفي کړي او د بشري حقوقو شورا د خپلو سیاسي هدفونو لپاره وکاروي؛ دا په داسې حال کښې دي چې دغه هیوادونه په خپله د بشري حقوقو په زمینه کښې توره مخینه او کارنامه لري.

په همدې دلیل د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لویدیځو هیوادونو یواړخیزه غیر انساني او قهرجنو اقداماتو ته په اشارې سره ټینګار کړی دی په اروپايي هیوادونو کښې هیڅ هیواد په ایران کښې د بشري حقوقو په هکله د څه ویلو لپاره اخلاقي صلاحیت او ځایګې نلري. دا یوازې ریاکارۍ ده چې د ایرانیانو د بشري حقوقو دفاع وکړي او په عین حال کښې همدغه د ایران خلک د ژوند ، د زده کړې او د روغتیا له لومړیو حقوقو څخه بې برخې او محرومه کړي.»

 

ټیګونه