د وري دولسمه، د اسلامي جمهوریت ورځ
نن «د اسلامي جمهوریت ورځ»، د اسلامي عزت په تحقق او د ایران د انقلابي خلکو په لاس د هیواد د برخلیک په ټاکلو کښې د ایران د ستر ولس د غوښتنې او ارادې حقیقي ځلا ده.
د امام خمیني(رح) په مشرۍ د اسلامي انقلاب له پرتمینې کامیابۍ وروسته، د ۱۳۵۸ کال په وري میاشت کښې په ټول ایران کښې د اسلامي جمهوریت په هکله ټولپوښتنه یا ریفرنډم ترسره شو.
د دغې ټولپوښتنې د پایلو له مخې چې د ۱۳۵۸ کال د وري د میاشتې په دولسمه نیټه یعنې د ۱۹۷۹ کال د اپریل په اوله نیټه اعلان شوې، په ټولپوښتنه کښې د ګډون په شرطونو پوره ۹۸ فیصده خلکو د اسلامي جمهوري نظام له ټینګیدو سره موافقه وکړه.
په هم دې مناسبت د ایران په کال هینداره کښې د وري د میاشتې دولسمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت ورځ نومول شوې ده.
د ایران ولس د ایران د مقدس جمهوري اسلامي نظام په تاریخ کښې د وړومبنیو انتخاباتو په توګه د ۱۳۵۸ کال د وري د میاشتې په ریفرنډم کښې په خپل برخلیک جوړوونکي ګډون سره ټولې دنیا ته وښودله چې د ایران د ولس لپاره د پردیو له خوا د فیصلو او لاسوهنو دوران تیر شوی دی.