د اسلامی ایران په ضد د هیوادونو په ناکامۍکې د امریکا ماته الهی نصرت دی
د تهران د جمعې لمانځه خطیب روښانه کړه،په ټولو اړخونو کې د ایران او سورئې د اړیکو ژورتیا وښودله چې د وحشي صهیونیسټي نیواکګر رژيم په وړاندې دمقاومت دوام ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سپارښتنې نتیجه ورکړې ده ،ځکه چې د سورئې په مقابل کې درست بهرني استکباري قوتونه او دهغوي ګوډاګیان وو او یوازینی هیواد چې دسورئې ترڅنګ ودرید ، د ایران اسلامی جمهوریت ؤ.
د تهران دجمعې لمانځه خطیب د ایران داسلامی جمهوریت په ضد د هیوادونو په اتحاد کې د امریکا بې شرمه ماته یو الهي نصر ت وبالۀ او وې وئيل،د ولی امر مسلمین او د شرعي حجت پیروي کول ، دخداوندمتعال د مرستې مصداق دی.
د تهران د جمعې لماځه خطیب آیت ا... سید احمد خاتمي سورئې ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر سفر ته په اشارې سره ووئېل، دغه سفر د مقاومت دتل پاتې جبهې یوه بله تائيدیه ده ، په تیره بیا دا چې سوریه د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د مقاومت په لومړنۍ کرښې کې ده. د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشره د سورئې دولس ګرَم هرکلی په حقیقت کې د ایران د ملت قدرونه او ستاینه او ددوو ملتونو ترمینځ د ژور پیوند او ددوي د مظلومیّت او غربت په پړاؤ کې د ایران د ملت دملاتړونو څخه ددوي مننه او شکریه اداکول دي.