د ایران او اندونیزیا ترمنځ د همکایو ۱۱ سندونه لاسلیک شول
(last modified Tue, 23 May 2023 07:57:48 GMT )
May 23, 2023 12:27 Asia/Kabul
  • د ایران او اندونیزیا ترمنځ د همکایو ۱۱ سندونه لاسلیک شول

د ایران او اندونیزیا د ولسمشرانو په حضور کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د ټینګښت او پراخوالې په اړه ۱۱ سندونه او یاداښتونه لاسلیک شول.

د ایران او اندونیزیا ترمنځ د همکایو ۱۱ سندونه لاسلیک شول

د ایران او اندونیزیا د ولسمشرانو په حضور کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د ټینګښت او پراخوالې په اړه ۱۱ سندونه او یاداښتونه لاسلیک شول.

د ایرنا د خبر له مخې دغه سندونه چې په جاکارتا کې لاسلیک شول، په کې د ترجیحي سوداګرۍ ، د ویزو لغوه کول، کلتوري تبادلې، د درملو تولیداتو په برخه کې د څارنې ، د ساینس ، ټکنالوژۍ او نوښتونو ، د تیلو او ګازو  او یو شمېر نورو برخو کې د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو او اړیکو د پراختیا په بر خه کې وو، چې د دواړو لورو د لوړ رتبه مسؤلینو له لورې لاسلیک شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، د دوشنبې په ماښام د خپل اندونیزیایي سیال "جودو ویدودو" په رسمي بلنه د اندونیزیا پلازمینې جاکارتا ته ولاړ.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو تړونونو لاسلیک، د یاد هېواد د لوړ رتبه مقاماتو، د ملي او مشورتي جرګې رئيسانو او غړو، د دواړو هېوادونو سوداګرو، د اندونیزیا علماؤ او پوهانو او په اندونیزیا کې میشتو ایرانیانو سره لیدنې او ناستې د دې سفر یو له مهمو موخو څخه دي.

د یادونې وړده چې د دې دوه ورځنی سفر یوه موخه د  اسیاسي هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراخوالی هم ښودل شوی دی.

 

ټیګونه