د دښمن دافع هوا د ایران له توغندي سره مقابله نشي کولای
(last modified Sat, 27 May 2023 07:15:06 GMT )
May 27, 2023 11:45 Asia/Kabul
  • د دښمن دافع هوا د ایران له توغندي سره مقابله نشي کولای

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د دفاع وزیر ځای ناستي سردار سید مهدي فرحي ټینګار وکړ د « خرمشهرڅلور » په نوم له توغندي سره د د ښمن د دافع هوا مقابله غیر ممکنه ده.

هغه په دې خبرې سره چې خرمشهر څلور په نوم توغندی په دولسو دقیقو کښې په خپل هدف لګیږی وویل له دغه توغندي سره مقابله کول د دښمن د دافع هوا لپاره تقریبا غیر ممکن دي.

د ایران د دفاع وزیر ځاې ناستي سید مهدي فرحي وویل نن سبا د خرمشهر توغندیو څلورم نسل ته رسیدلي یوو چې د هغه په ځايي کیدا، د ایران له  ویاړ څخه په ډکو ځوانانو او د هغوې په قابلیتونو باندې فخر کوو.

د ایران اسلامي جمهوریت د غبرګولي د میاشتې په دریمه نیټه د خرمشهر څلور توغندي مخ کتنه په خیبر نومې تر ټولو نوي توغندي سره وکړه.

 

ټیګونه