د ایران او ترکمنستان د اړیکوپه پراختیا د انقلاب د معظم لارښود ټینګار
(last modified Thu, 01 Jun 2023 08:30:09 GMT )
Jun 01, 2023 13:00 Asia/Kabul
  • د ایران او ترکمنستان د اړیکوپه پراختیا د انقلاب د معظم لارښود ټینګار

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت امام خامنه ای ایران او ترکمنستان سره خپلوان او دډيروکلتوری مشترکاتو لرونکي وبلل او ټينګار ئې وکړ دغه کلتوري ګډولې په مختلفو برخو کې په تیره بیا د انرژۍ او لارو په حوزو کې د اړیکو د لاپراختیا لپاره مهمې زمینې دي .

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د شوروپه  مازدیګر  د ترکمنتستان د خلق مصلحتي شورا له مشر قربانعلی بردي محمداف سره په کتنې کې د دینی او کلتوری مسئلو او د جوماتونو او کلتوری مرکزونو د پراختیا لپاره اهتمام  ته د ترکمنستان د خلق مصلحتي شورا ځانګړي پام په قدرونې سریه وفرمایل ، دتجارتی مسئلو په  زمینې کې  په تیره بیا د لاروپه برخې، له اوبو، بریښنا او ګیسو سره په اړونده حوزو کې د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره لازیات ظرفیټونه شته دي او د ایران اسلامی جمهوریت  په دغو برخو کې ملګرتیا ته تیار دی .

د تهران او عشق اباد د دوه اړخیزه اړیکو پراختیا او ژورتیا تل د ایران او ترکمنستان د چارواکود ټینګار وړ دی . د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  ا براهیم ریسی  هم د ترکمنستان د خلق مصلحتي شورا له مشر قربان قلی بردی محمداف سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې ، ددواړو هیوادونو ښو اړیکو ته په اشارې سره وويل،  د ایران او ترکمنستان د اړیکو سویه پراخیدلی شي او ددواړو هیوادونو پوله  د ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره  یو فرصت ګنل کیږي.

ترکمنستان د مرکزی اسیا یوازنې هیواد دی چی له ایران سره مځکني پوله لری . له ایران سره د ۱۲۰۰ کلومیټره وچه او سمندری پوله سبب شوی ده چی دغه هیواد د ایران په سیمه ایز بهرنی سیاست کی له ځانګړی اهمیته برخمن شی .

د ایران او ترکمنستان په اړیکو کې یوه مهمه موضوع ټرانسپورټ او ټرانزیټ دی . ایران ازادو اوبو ، مینځنی اسیا ، جنوبی اسیا ، د فارس خلیج څنډې او حتی اروپا ته د ترکمنستان د لاس رسئ تر ټولو نږدې لاره دی . ترکمنستان له ایران سره څلورسرحدی لارې سرخس ، لطف اباد ، باجګیران  او اینچه برون لری چی زیاتره تجارتي ریلی او د لارې تګ راتګ له هغو ترسره کیږی .

د انرژۍ حوزه هم د ملګرتیا لپاره د ایران او ترکمنستان د پام وړ حوزه بلل کیږی . د خپلو ګازو د صادراتو مقصدونو ته د تنوع ورکولو لپاره د ترکمنستان ګروهنې ته په پام سره ایران د ترکمنستان د ګازو د انتقال لپاره یوه تر ټولو ارزانه او اسانه لاره دی . د ملګرتیا دغه شرایط د بریښناپه تولید اوصادراتو کې هم ټینګ او د له زیاتې پراختیا وړ دي .

په همدې لړ کې په ۲۰۲۱ کال کې ترکمنستان ته د سید ابراهیم رییسي له سفر سره په یووخت د اکو د غونډې په ترڅ کې د سواپ درې اړخیزه تړون لاسلیک شو . د دغې موافقې په اساس ترکمنستان به  په ړورځ کې له ۵ تر ۶ میلیون میټر مکعب ګاز په اذربایجان جمهوریت خرڅ کړی ، دغه ګاز به د ایران له لارې اذربایجان جمهوریت ته منتقل شی .

د انجنیرینګ تختیکی خدمات هم د ایران او ترکمنستان د اقتصادي اړیکو یو بل اړخ دی چی هماغه راز د دواړو هیوادونو د ګډو اقتصادي ملګرتیاو زیاتره برخه کیدلې شی . په وروستیو دو لسیزو کې ایران د ترکمنستان په عمراني پروژو کې رول درلودلی دی .

څرګنده ده کلتوري او دینی ګډولو ، اوږدو پولواو اقتصادي ظرفیتونو د ایران او ترکمنستان د اوږدمهاله ملګرتیاو زمینه برابره کړی ده . د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم د اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو په ګټه وبلله او د اړیکو راتلونکی په نسبت د خوش بینۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ د ایران او ترکمنستان له مخکې زیاته ملګرتیابه په بدلیدونکی دنیا کې د دواړو هیوادونو د ځای د لوړتیا زمینه جوړونکی وی .

 

 

 

 

 

ټیګونه