امام خمیني رح د ظالمانو پرضد د پاڅون لپاره د مسلمانانو اراده پیاوړي کړه
(last modified Sun, 04 Jun 2023 00:52:26 GMT )
Jun 04, 2023 05:22 Asia/Kabul
  • امام خمیني رح د ظالمانو پرضد د پاڅون لپاره د مسلمانانو اراده پیاوړي کړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د بحرین مشهور دیني عالم شیخ عبدالله الدقاق وویل د امام خمیني رحمت الله علیه یو تر ټولو مهم بریالیتوب د ظالمانو پرضد د پاڅون لپاره د اسلامي امت د ارادې پیاوړي کول او د هغوې له لاسه د وتلیو حقوقو ترلاسه کول دي.

شیخ عبدالله الدقاق چې په اوسمهاله نړۍ کښې د امام خمیني رحمت الله د توحیدي او د اخلاقي وینا او د بریاو او د راتلونکي په نوم په نړیوالې هم فکرۍ غونډې کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلی دی پرون له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د امام خمیني رحمت الله علیه شخصیت څو اړخیز دی او له هر اړخه څوکې ته رسیدلی او امام خمیني رح فقیه ، عالم ، متفکر ، شاعر ، ادیب او د خدای عابد دی او هغه ازادۍ ته د رسیدا لپاره د ټولنو لاره او د اسلامي امت لاره ښودلي ده.

د بحرین دغه عالم الدقاق د ایران د اسلامي انقلاب د ترټولو مهمو بریاو په هکله وویل د امام خمیني رح د انقلاب تر ټولو مهمه بریا دا ده چې مسلمانان خپلو ځانونو ته متوجه کړي چې مستضعفان د قدرت احساس وکړي او د امام خمیني رحمت الله علیه تر ټولو مهمه بریا د ظالمانو پرضد د پاڅون لپاره د اسلامي امت د ارادې پیاوړي کول او د هغو شیانو بیرته لاس ته راوړل وو چې له هغوې اخیستل شوي وو.

 

 

 

ټیګونه