Jun 11, 2023 05:38 Asia/Kabul
  • ولسمشر رئیسي د بندیزونو د ختمولو په مذاکراتو کښې له نارغنده اقداماتو په ډډه کولو ټینګار وکړ

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون پرون د ایران له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې د ولسمشر د ټیلیفوني تماس په ځواب کښې ټینګار وکړ: د بندیزونو د لرې کولو په خبرواترو کښې دې له هر ډول سیاسي کارۍ او غیررغنده اقدام څخه ډډه وشي.

ولسمشر رئیسي په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ایران او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس ملګرتیاوې او په خپلو قانوني ژمنو باندې د ایران د پابندۍ په هکله د دغه سازمان د بیا بیا تاییدونو یادونه وکړه او د بندیزونو د ختمولو په مذاکراتو کښې له هر ډول سیاسي کارۍ او نارغنده اقدام څخه په ډډه کولو یې ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د دواړو هیوادونو ولسمشرانو په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا د لاروچارو پر څیړنې سربیره د سیمه ایزو بدلونونو او هم داشا ند بندیزونو د لرې کولو د مذاکراتو په هکله خبرې اترې وکړې.

ښاغلي رئیسي د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لړ کښې د ایران د ولس په هکله د ځینو اروپايي حکومتونو ځینو غلطو محاسباتو ته په اشارې سره، هغه د ترهګرو او بیلتون غواړو ډلو او دښمنانو د غلطو معلوماتو په دام کښې د دغو حکومتونو د ګیریدو له امله وبلل او په کورنیو چارو کښې له مداخلې په ډډه کولو او د ملي واکمنۍ د اصل په احترام یې تاکید وکړ.

په یوکرین کښې د جنګ موضوع هم د دواړو ولسمشرانو د خبرواترو یوه برخه وه چې ولسمشر رئیسي له جنګ سره د مخالفت په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د پریکنده سیاستو په اعلانولو سره، ترټولو غوره حل لاره، ډیپلماسي وبلله.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره تعامل غواړي، د خپل مینځي تعاملاتو د پياوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو د چارواکو د خبرواترو د دوام غوښتنه وکړه.

د فرانسې ولسمشر نتیجې ته تر رسیدو پورې د بندیزونو د ختمولو د مذاکراتو په دوام باندې په ټینګار سره، د ایران اسلامي جمهوریت د یوکرین د کړکیچ د حل لارې یوه برخه وبلله او په دې لړ کښې یې د ایران د لازیات رول لوبونې غوښتنه وکړه.

 

ټیګونه