ایران د مرکزي آسیا د فوټبال سیالیو اتل شو
(last modified Wed, 21 Jun 2023 06:44:31 GMT )
Jun 21, 2023 11:14 Asia/Kabul
  • ایران د مرکزي آسیا د فوټبال سیالیو اتل شو

د ایران د فوټبال ملي لوبډلې د کافا سیالیو په فاینل مقابله کښې، د ازبکستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه ټورنمنټ اتل شو

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران او ازبکستان د فوټبال ملي لوبډلې تیر ماښام ۷ بجې د ازبکستان په تاشکند ښار کښې د کافا ټورنمنټ په پاې لوبې کښې له یو بل سره مخامخ شوې.

په دغه لوبه کښې چې د ایران د ګول کیپر بیرانوند په شمول په کښې څو کسان ژوبل شول، د ایران تکړه لوبغاړي سردار آزمون د لوبې په ۴۹ دقیقه کښې د خپل ملګري مهدي طارمي په ورکړي پاس، ګول وکړ.

دغه لوبه ایران په هم دغه یو ګول وګټله ځکه چې د ډیر کوشش او د کوربه توب باوجود د ازبکستان ټیم هیڅ ګول ونه کړې شو او داشان د ایران ملي لوبډله د کافا کپ اتله شوه.

اوس د ایران د فوټبال ټیم ځان د آسیا د اتلولۍ سیالیو ته تیاروي.

بیګا د لویدیځې آسیا د هیوادونو تر ۱۹ کالو د کم عمره ځلمیانو د فوټبال په یوې بلې خوندورې لوبې کښې د ایران او عراق ملي ټیمونو سیالي وکړه.

«د لویدیځې آسیا امیدونه» تر عنوان لاندې سیالو په پاې لوبه کښې د ایران او عراق لوبډلې د سیالۍ د قانوني او هم داشان د اضافي وخت له ختمیدو وروسته، په یو-یو ګول سره برابر پاتې شوې او داشان د لوبې نتیجې، پنالټیو ته پاتې شوه.

د ایران د ځلمیانو ټیم په پنځو پنالټیو کښې ۴ ګولونه وکړل خو د عراق لوبډلې پنځه واړه پنالټۍ ګول کړې او داشان یې دغه فاینل او د لویدیځې آسیا د امیدونو کپ وګټه.

د ایران د ځلمیانو ټیم هم د دغو سیالیو نایب اتل شو.

 

ټیګونه