وحدت او معنویت د استکبار د دښمنۍ اوکارړنګونې هدف دي
(last modified Tue, 27 Jun 2023 10:12:38 GMT )
Jun 27, 2023 14:42 Asia/Kabul
  • وحدت او معنویت د استکبار د دښمنۍ اوکارړنګونې هدف دي

امریکا او د استکباري سلطې نور قطبونه د مسلمانانو له وحدت ، د ملتونواو هیوادونو او مسلمانو حکومتونو له تفاهم او د دغو ملتونو د ځوان نسل له دیندارۍ سره سخت مخالف دي او په هرې وسیلې سره چی وکولې شی ورسره مقابله کوی .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت امام خامنه ای د حج د عظیمې غونډې په مناسبت په پیغام کې ټینګار وکړ وحدت او معنویت په دغه وخت کې له تیر وخت زیات د استکبار او صیهونیزم د  دښمنۍ اوکارړنګونې هدف دي .

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په دغه پیغام کې دې ته په اشارې سره چی د حج د نړیوال اغیز شیندلو ضروری شرط د وحدت او معنویت په اساس د دغو دو له رمز و راز ډکو دندو د اسلامی امت سم درک اوپیژندنه ده ، جوته کړه امریکا او د استکباري سلطې نور قطبونه د مسلمانانو له وحدت ، د ملتونواو هیوادونو او مسلمانو حکومتونو له تفاهم او د دغو ملتونو د ځوان نسل له دیندارۍ سره سخت مخالف دي او په هرې وسیلې سره چی وکولې شی ورسره مقابله کوی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود داسلامی امت وحدت د عملي او فکري ارتباط  ، خبرو اترو ، د لورنیونو نږدی کولو، ملګرتیاو او د اسلامي هیوادونو د اقتصادي اړیکو په معنا وباله او جوته یې کړه د دغه وحدت بل اړخ د حسن ظن ، ګوزاې او انصاف په اساس د اسلامي مذهبونو د عالمانو خبرو اترو او د مسلمانو هیوادونو د پوهانو نږدې ارتباط دی .

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د وحدت په اړه د دغه ټکی یادونه هم وکړه چی د اسلامي هیوادونو کلتوري او سیاسی مخکښان باید له یوه بل سره غږمله ځانونه د ورپیښ نړیوال نظم شرایطو ته چمتو کړي تر څو اسلامي امت خپل شایسته ځای بیا ومومي او له لومړی نړیوال جنګ وروسته سیاسی او سرزمیني انجنیرینګ ترخه تجروبه تکرار نشی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود معنویت د حج د نړیوال غږ د اغیزشیندنې له دو رکنونو یو بل رکن وباله ، د دیني اخلاقو د لوړتیا او د لویدیځوالو له دین پرته اخلاقو له چل ول سره د مقابلې په معنا وباله او زیاته یې کړه له دینه پرته د اخلاقو چل ول چی مودې مودې د لویدیځ د فکري سرچینوله لوری دوداو تبلیغ کیده ، نتیجه یې په لویدیځ  کې د بی کنټروله اخلاقونسکوریدا ده چی ټول یې په دنیا کې شاهدان دي .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود ټینګار وکړ زمونږ ټولو دنده ، ټولو ملتونو او زمونږ حکومتونو دنده د دغې امریکایی او صیهونیسټی خبیثانه نقشې په وړاندی مقاومت او دریدا ده .

 

 

 

 

ټیګونه