Jul 11, 2023 14:59 Asia/Kabul
  • امریکا په ایران کې د پوځي اټومي پروګرام پر نه شتون اعتراف وکړ

د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په تړاو د ایران د هڅو په اړه د لوېدیځ په ځانګړې توګه د امریکا او صهیونیسټي رژیم له پرلپسې ادعاوو سره سره، د امریکا اصلي استخباراتي ادارې اعتراف وکړ چې ایران د اټومي وسلو په لټه کې نه دی.

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې له خوا د دوشنبې په ورځ د یوه دوه مخیز راپور په یوه برخه کې، د دې خبرې په ټینګار سره چې ایران اوسمهال د اټومي وسلو د پراختیا کلیدي فعالیتونه نه ترسره کوي، چې د ازمایښت وړ اټومي بم د تولید لپاره اړین دي، راغلي چې: مګر تهران خپلو څېړنو او پراختیا ته دوام ورکوي. تر دې مخکې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې هم د امریکا د ملي استخباراتو مشر اپریل هینس منلې وه، چې داسې کوم معلومات نشته چې وښيي ایران د اټومي وسلو د جوړولو پریکړه کړې وي.

د امریکا د ترټولو مهمې استخباراتي ادارې بیا اعتراف چې راپور یې د امریکا د استخباراتي ادارو او سازمانونو د مجموعې په توګه ګڼل کېږي، چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي، په دې برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ثابت دریځ په اړه له هر ډول هڅو څخه د ډډه کولو په اړه پخلی دی.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په اټومي فتوا کې چې د ۲۰۱۰ میلادي کال د اپریل د میاشتې په ۱۷ نیټه "د اټومي بې وسلې کولو او نه خپرېدو" په اړه لومړني نړیوال کنفرانس ته د هغوی په پیغام کې خپره او بیا په رسمي توګه په ملګرو ملتو کې ثبت شوه، دا ویل شوي چې د اټومي وسلو په حراموالي باندې د باور سربېره، موږ "د ډله ایزو ویجاړوونکو نورو وسلو کارول، لکه کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې ... هم حرام ګڼو."

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په دې اړه وفرمایل: زه ټینګار کوم چې اسلامي جمهوریت هېڅکله د اټومي وسلو په لټه کې نه دی او هېڅکله به له اټومي انرژۍ څخه د سوله ایزې استفادې له کارونې څخه د خپل ملت له حقه ډډه ونه کړي. زموږ شعار "اټومي انرژي د ټولو لپاره او اټومي وسله د هېچا لپاره" دی.

په ایران کې د پوځي اټومي پروګرام نشتون هغه مسله ده، چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) هم منلې ده. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د یو شمېر راپورونو په ترڅ کې د ایران د اټومي پروګرام سوله ایزتیا څو ځله تایید شوې ده. د اټومي انرژۍ د نړېوالې ادارې عمومي مشر "رافایل گروسي" د ۲۰۲۲ کال د نومبر په نیمایي کې وویل: موږ داسې معلومات نه لرو چې وښيي ایران اوس مهال پوځي اټومي پروګرام لري.

که څه هم د ایران اټومي پراختیا له سوله ایزو موخو سره سمه ده، خو امریکاد هغې لوېدیځ متحدین او صهیونیسټ رژیم د یوې بهانې په توګه تهران د اټومي پوځي اهدافو په تعقیب تورنوي. دا تورونه څو ځله د امریکا د ملي امنیت د ستراتیژۍ د سند په ګډون د امریکا په لوړو اسنادو کې تکرار شوي او ادعا شوې چې امریکا به ورسره مقابله وکړي.

لوېدیځوال له کلونو راهیسې ایران تورنوي چې پوځي اټومي پروګرام لري، سره له دې چې ایران ته یې هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی او په دې پلمه یې د ایران پروړاندې پراخ بندیزونه او سیاسي ګامونه پورته کړي. له هغې جملې د سپینې ماڼۍ ویاند د 2022 په اګست کې ادعا وکړه: " ولسمشر بایډن تایید کړې چې دی غواړي د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.

دا تورونه په داسې حال کې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت په وار وار اعلان کړی، چې نه یوازې د اټومي وسلو د جوړولو کوم پلان نه لري، بلکې پر لور یې حرکت هم نه کوي. په حقیقت کې د تهران په خلاف د واشنګټن تورونه، د هغو ظرفیتونو او ټکنالوژیو د ترلاسه کولو په برخه کې، چې د اټومي ټکنالوژۍ په ګډون د "لوبې اصول" بدلوي، د ایران د ملي ځواک له پراخولو او پیاوړتیا څخه د امریکا د ویرې په معنی ده.

د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د تهران د هڅو په اړه د لوېدیځوالو د بې اساسه تورونو په مقابل کې، ایران توانیدلی چې د برښنا په تولید، طبي، کرنې او نورو برخو کې په پراخه کچه د سوله ایز اټومي ټکنالوژۍ څخه کار واخلي. په ځانګړې توګه برښنا ته د ايران اړتيا ته په کتو سره، د اټومي بټۍ له خوا د برښنا توليد په پام کې نيول کېږي.

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مرستیال پژمان شیرمردي وايي: ایران د اټومي ټکنالوژۍ د تجهیزاتو د تولید په برخه کې پر ځان بسیاینې ته رسېدلی دی. د اټومي انرژۍ د سازمان لاسته راوړنې د مذاکره کوونکي ټیم د بریا کارت دی. د لوېديځ د مذاكره کوونکو تر ټولو لويه ويره په ایران كې د ولسي شته پوهې او ​​علم څخه ده.

ټیګونه