دسویډ حکومت د قران سپکونکې داسلامي هیوادونوقضایی اداروته وسپاری
(last modified Sat, 22 Jul 2023 11:05:44 GMT )
Jul 22, 2023 15:35 Asia/Kabul
  • دسویډ حکومت د قران سپکونکې داسلامي هیوادونوقضایی اداروته وسپاری

د رهبرۍ دستر مقام د پیغام په متن کې زیاته شوی ده د سویډ حکومت باید پوهه شی چی له جنایتکار په ملاتړ سره یې د اسلامی دنیا په وړاندی جنګی ارایش نیولی دی او د مسلمانو ملتونواو د هغو د ډیرو دولتونو عمومي دښمنی او کینه یې ځانته جلب کړی ده .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت امام خامنه ای په سویډن کې قران کریم ته جسارت یوه ترخه ، دسیسه ناکه او خطررامینځته کونکی پیښه وبلله او ټینګار یې وکړ د دغه جنایت د عامل لپاره په سختې سزا درست اسلامي عالمان ګډ نظر لري .

د رهبرۍ  دستر مقام  د پیغام په متن کې راغلی دی د سویډن دولت باید د جنایت عامل د اسلامي هیوادونو قضایی ادارو ته وسپاري .

Image Caption

 

د رهبرۍ  دستر مقام  د پیغام په متن کې زیاته شوی ده د سویډ حکومت باید پوهه شی چی له جنایتکار په ملاتړ سره  یې د اسلامی دنیا په وړاندی جنګی ارایش نیولی دی او د مسلمانو ملتونواو د هغو د ډیرو دولتونو عمومي دښمنی او کینه یې ځانته جلب کړی ده .

داسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګاروکړ د صحنې شاته دسیسه جوړونکی هم پوهه شي چی د قران کریم حرمت او برم به ورځ په ورځ زیات او د هغه هدایتونکی وړانګې به نورې هم وځلیږی ، دغه ډول دسیسې او دهغه عاملان له دې ډیر حقیر دي چی د دغه ځلانده توب مخه ونیولې شي .

سلوان مومیکا د زیات په ورځ د دوهم ځل لپاره د سویډن حکومت د پولیسو په ملاتړ د  قران کریم سپکاوی وکړ چی دغې چارې د اسلامي هیوادونو غوسه راپارولی ده او اسلامی هیوادونود دغه اقدام د غندلو په ترڅ کې  د سویډن سفیران او استازي بللي دي .

د ایران خارجه وزیر ښاغلی حسین امیر عبداللهیان  هم وویل د اسلامي ایران د ولسمشر په حکم د سویډ نوې سفیر تر هغه وخته چی د دغه هیواد حکومت د اسلامي سپیڅلتیاو له دوامداره سپکاوی سره د مقابلې لپاره جدی اقدام ترسره نکړی ایران ته به د ستنیدا اجازه ونلری .

 

ټیګونه