د ایران په سویل ختیځ کې د وسلو قاچاق وړونکې ډله له منځه وړل شوې
(last modified Sat, 12 Aug 2023 01:22:31 GMT )
Aug 12, 2023 05:52 Asia/Kabul
  • د ایران په سویل ختیځ کې د وسلو قاچاق وړونکې ډله له منځه وړل شوې

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د پولیسو مشر په چابهار ښار کې د وسلو قاچاق وړونکې ډلې د له منځه وړلو خبر ورکړی.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د پولیسو قوماندان برید جنرال دوست علي جلیلیان وویل، د ایران له ختیځو پولو څخه چابهار ښار ته د جنګي وسلې راوړلو او بیا د دغه ولایت نورو سیمو ته د لېږلو په موخه د خبر له ترلاسه کولو وروسته، په دې اړه ځانګړي عملیات وشول.

ښاغلي جلیلیان زیاته کړه، د ایران امنیتي ځواکونو له یو لړ کشفي او تخنیکي کارونو وروسته، په همغږۍ او حیرانوونکو عملیاتو کې پنځه تورن کسان په نښه او د هغوی د پټنځای د پلټنو په ترڅ کې یې ۵۰ میله کلاشینکوفونه، درې د ښکار وسلې او ۹۹ نور توکي کشف کړل.

ټیګونه