Aug 13, 2023 12:35 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران په اټومي صنعت کښې پرمختګ کړی

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې مشر «محمد اسلامي» د اټومي صنعت په برخه کښې د ایران د پرمختګونو په دوام ټینګار وکړ.

د ایران ځوانو اټومي متخصصانو او پوهانو د امریکا او د سپینې ماڼۍ د لویدیځو متحدانو له بایکاټونو او کارړنګونو سره سره د اټومي طب او د ډول ډول علمي تجهیزاتو په تولیدولو او جوړولو کښې زیات پرمختګونه کړي دي.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د صنعت د برانډونو د منتخبانو په غونډې کښې وویل نورو هیوادونو هر کار ترسره کړ چې د ایران اټومي صنعت بند کړي خو نن سبا د ایران اټومي صنعت پراخ شوی دی.

هغه وویل په دغو کلونو کښې له یوه زیات یرغل سره مخامخ وو خو نن سبا د درنو اوبو څه د پاسه درې سوه ډول ډول مشتقات او شیان لرو چې د هغې هر ګرام کله نه کله لسګونو زره ډالره عاید لري.

محمد اسلامي وویل نن سبا په یوه نابرابر جنګ کښې یوو او ایران دغه ټول شیان په همدغو شرایطو کښې لاس ته راوړل خو باید ډیر کار وکړو او هغه وساتو.

 

ټیګونه