د ایران «صیاد» دافع هوا سیسټم د روسیې په دفاعي نندارتون کښې وړاندې شو
Aug 15, 2023 07:40 Asia/Kabul
د «آرمي فروم» په نامه نړیوال پوځي او دفاعي نندارتون پرون پرانستل شوی دی.
د ایران د وسله والو ځواکونو او دفاع وزارت ویلي چې د صیاد تاکتیکي دفاعي سیسټم په شمول د ایران توغندوي او ډرون سیسټمونه د روسیې په دفاعي نندارتون کښې شامل کړی شوې دي.
د «آرمي فروم» په نامه نړیوال پوځي او دفاعي نندارتون پرون پرانستل شوی دی.
د ایران د وسله والو ځواکونو او دفاع وزارت په مختلفو پوځي برخو کښې د خپلو ځینو وروستیو لاسته راوړنو په وړاندې کولو سره، په دغه پوځي او دفاعي نندارتون کښې ګډون کړی دی.