پوځي انتخاب په میز شته ټکی نور سپک ، بې معنا او بې ارزښته شوی دی
(last modified Thu, 17 Aug 2023 11:17:55 GMT )
Aug 17, 2023 15:47 Asia/Kabul
  •  پوځي انتخاب په میز شته  ټکی نور سپک ، بې  معنا او بې ارزښته شوی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د سپاه پاسداران پیدایش ، وده ، ترقۍ او بحران ماتول او په پوځي ، خدماتي او بیارغونې په ډګرونو کښې کړچار بې ساری او ویاړمن وباله.

هغه حضرت نن د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قومندانانو او چارواکو په څلرویشتېم سترې غونډې کښې وویل د معنوي ، د سیاسي ، د  اخلاقي او د انساني سلامتیا په اندازه دومره پوځي ټولګه نشته.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د سپاه پاسداران ځواک د ننه د ودې ، د زیږیدا او د استحکام دوام ته په اشارې سره وویل دغه ټولګه همدا اوس د نړۍ د ترهګرۍ ضد په ترټولو سترې ادارې ، او په  یوه کامل مجهز او ستر مرکز بدله شوي ده چې د نړۍ ډیر ستر پوځونه د سپاه  پاسداران  فعالیتونو ته د ورته اقداماتو په ترسره کولو کښې ناتوانه دي.

هغه حضرت «پوځي لاره په میز پراته ده» د ټکي کمیدل او نا تکراریدل د ایران د سپاه پاسداران ځواک د توانمنیو او د دفاعي قدرت له کبله وبلل او ویې ویل ټول خلک پوهیږی چي پوځي انتخاب په میز شته  ټکی نور سپک ، بې  معنا او بې ارزښته شوی دی.

حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه ای وویل: په بیلابیلو اړخونو کښې د سپاه پاسداران کړچارونو او جذابیتونو دښمانان اندیښمن او مجبوره کړي دي او هغوې په دروغو ویلو ، اوازو خپرولو او پوچ شورمارشور سره د سپاه پاسداران ځواک د تخریبولو هڅه کوي.

د مشرتابه ستر مقام زیاته کړه د ایران اسلامي نظام  د هر هیواد خبرې که چیرې هغه غیر همفکره هم  وي او وايي چې د دښمنې اراده نلري قبلوي خو که چیرې له شا څخه په چړې د وهلو لپاره د مقابلې لوري له چمتووالي ، دروغ ویلو او حیله ګریو خبر شي هیڅکله نه قبلوي او د تړون ماتولو په مقابل کښې هم ورته مقابله کوي.

حضرت ایت الله خامنه اي د ایران له اسلامي نظام سره د دښمنیو یوبل مهم علت په لویدیځې اسیا حساسې سیمې کښې د مقاومت د حرکتونو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د مخکښ کیدا او د بیلګه ګرځیدل وباله او ویې ویل: که چیرې د ایران اسلامي جمهوریت بیلګه نه ګرځیدلای نو دغه دښمنیانې به کمې وې.

هغه حضرت د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب مخکې کلونو کښې د صهیونیسټ حقیر رژیم په وړاندې د دریو عربو هیوادونو په وسلو د سمبال پوځونو له ماتي خوړلو سره په پرتله کښې وویل د ایران له اسلامي انقلاب وروسته کار دغه ځاې ته ورسید چې د اسرائیلو رژیم درې دیرش ورځې هڅه وکړه د لبنان حزب الله غورځنګ ته ماتي ورکړي خو ناکامه شو او په شرم سره تښتیدا ته مجبوره شو.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه نن سبا کار دغه ځاې ته رسیدلی دی چې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو او د اردن سین په لویدیځه غاړه کښې ځوانان په دې ډول حرکت او حملې کوي چې صهیونیسټ رژيم یې ناتوانه کړی دی.

هغه حضرت د کړکیچونو د پلانونو او  جوړولو اصلي عاملان د امریکا جاسوسۍ اداره سي ايي ای ، د انګلستان جاسوسۍ اداره ایم ايي سیکس او د  صهیونیسټ رژیم جاسوسۍاداره موساد وبلل او زیاته یې کړه البته دغه جاسوسۍ ادارې،  داخلي او خارجي کسان او لویدیځ پاله او پام نه کول عناصر هم په کار اچوي خو اصلي کار جاسوسۍ ادارې دي.

 

ټیګونه