ایران او پنځه نور هېوادونه د بریکس غړي شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137580-ایران_او_پنځه_نور_هېوادونه_د_بریکس_غړي_شول
د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوزا د بریکس سرمشریزې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ چې ایران، ارجنټاین، مصر، ایتوپیا، عربستان او متحده عربي امارات کولای شي د جنورۍ له پیله د مخ پر ودې اقتصادونو په ډله کې د غړیتوب بهیر پیل کړي.
(last modified 2023-08-24T21:24:20+00:00 )
Aug 25, 2023 01:52 Asia/Kabul
  • ایران او پنځه نور هېوادونه د بریکس غړي شول

د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوزا د بریکس سرمشریزې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ چې ایران، ارجنټاین، مصر، ایتوپیا، عربستان او متحده عربي امارات کولای شي د جنورۍ له پیله د مخ پر ودې اقتصادونو په ډله کې د غړیتوب بهیر پیل کړي.

د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوزا پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې د بریکس (بریکس، برازیل، روسیې، هند، چین، سویلي افریقا په ګډون) به د شپږو نورو هېوادونو د غړیتوب په اړه موافقه وکړي.

د بریکس ګروپ په نوم د نړۍ د مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو د مشرانو ۱۵مه غونډه چې د اګست په ۲۲مه د سویلي افریقا په جوهانسبرګ کې پیل شوې، پرون پای ته ورسېده.

 بریکس د نړۍ لوی پرمختللي اقتصادونه سره یوځای کوي، په شمول د برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا. د الجزاير، ارجنټاين، مصر، ايران، اندونيزيا، عربستان، ترکيې، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو هېوادونو په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو په دې ډله کې د شاملېدو لېوالتيا ښودلې ده.