د ایران پوځ په هوايي ځواک کښې د یاک۱۳۰ ډوله الوتکو شاملیدل تایید کړل
Sep 03, 2023 04:44 Asia/Kabul
د ایران پوځ په هوايي ځواک کښې د یاک۱۳۰ ډوله الوتکو شاملیدل تایید کړل
د تسنیم خبري آزانس د خبر له مخې، د پوځ د هوايي ځواک د روزنې او جنګي توان د لوړولو په موخه یوشمیر یاک-۱۳۰ ډوله روزنیزې الوتکې واردې کړې شوي او د اصفهان شهید بابايي هوايي اډې ته ورکړې شوې دي.
د دې خبر له مخې، په یاک-۱۳۰ روزنیزو الوتکو سره به هغو پایلټانو ته ټریننګ ورکړې شي چې ټاکل شوې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک د نوي نسل جنګي الوتکې وکاروي.
یاک ۱۳۰ د څلورم ++ او پنځم نسل په شمول د مختلفو جنګي الوتکو د روزنیزو مشخصاتو د شبیه سازۍ وړتیا لري.
دغه الوتکو له روسیې سره د ایران د وسلو د تړونونو په چوکاټ کښې د اسلامي ایران د پوځ هوايي ځواک ته ورکړې شوې دي.