د پارلمان مشر د مراکش له خلکو سره خواخوږۍ اعلان کړه
(last modified Sun, 10 Sep 2023 23:51:03 GMT )
Sep 11, 2023 04:21 Asia/Kabul
  • د پارلمان مشر د مراکش له خلکو سره خواخوږۍ اعلان کړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په یوه پیغام کښې د مراکش هیواد له زلزله ځپلیو خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه.

هغه پرون د مراکش هیواد د پارلمان مشر راشید الطالبي العلمي ته په یوه پیغام کښې د دغه هیواد له زلزله ځپلیو خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې دغه هیواد ته د بشر دوستانه فعالیتونو د ترسره کولو ، درملنې او د مرستندویه ټیمونو د استولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې یعني د هلال احمر موسسې بشپړه چمتووالی اعلان کړ.

د مراکش هیواد د پارلمان مشر ته د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف په پیغام کښې ویل شوي دي په دغو غمجنو او سختو شرایطو کښې د ایران  خلک  ، حکومت او پارلمان په خپل څنګ کښې وګڼئ.

په مراکش هیواد کښې په وړمه ورځې شپږ اعشاریه  اته  ریشټره سختې زلزلې کښې تراوسه  دوه زره یوسل دوه ویشت(۲۱۲۲) کسان وژل شوي او دوه زره څلور سوه یویشت(۲۴۲۱) نور کسان ژوبل شوي چې ډیرې پکښې مرګې حاله دي او د  مړو کسانو شمیر نور زیاتیدلای شي.

مراکش کَي د زلزلي د وژل شویو شمیر له یویشت سوو اوښتی 
مراکش کښې  زلزلې  زرګونو کسان مړه او ژوبل کړي

 

 

ټیګونه