ایران په لیبیا کښې د طوفان او سیلاب له امله د دغه هیواد له خلکو سره غمرازي وکړه
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند په لیبیا کښې د سیلاب او طوفان راتلو وروسته د دغه هیواد له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند په لیبیا کښې د سیلاب او طوفان راتلو وروسته د دغه هیواد له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه.
د (دنیل) په نامه طوفان د لیبیا په پراخو ختیځو سیمو کښې د سخت باران، سیلاب او د مواصلاتي لارو د ډوبیدو لامل شوی او ارتباطي لارو ته لاسرسي یې سخته ګډه وډه کړې ده.
دغه طوافان د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې او بې درکه کیدو لامل شوی دی او کورونو او لارو ته یې سخت تاوان رسولی دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون په لیبیا کښې له دغه طوفان څخه د خواشینۍ او خفګان په څرګندولو سره، د دغه هیواد ولس او حکومت ته د ډیرو کسانو د مړینې او بې درکه کیدو تسلیت ووایه.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د خارجه وزارت ویاند د دغې بدې طبیعي پیښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره د مړو لپاره د الهي مغفرت او د زخمیانو لپاره یې د روغتیا دعا وکړه.