د ایران ملت د لیبیا له ملت اوحکومت سره په غمرازئ کې برابرشریک دی
(last modified Tue, 12 Sep 2023 11:28:54 GMT )
Sep 12, 2023 15:58 Asia/Kabul
  •  د ایران ملت د لیبیا له ملت اوحکومت سره په غمرازئ کې برابرشریک دی

د اسلامی ایران ولسمششر په لیبیا کې د پروني سیل او ورښتونو له امله د قربانیانو له کورنیو او ددغه هیواد ولس او حکومت سره غمرازي ښکاره کړه

په وروستیو  شپو ورځو کې  هغه ویرونکی طوفان چې په مدیترانې سمندر کې  رامینځةشوی ،د لیبیا په ختیځ کې ئې ډیره تباهي رامینځةکړي او وئيل کېږي  چې  د خبر ترمخابیره کیداپورې پکې څه دپاسه دوه زره کسان مړه او په زرګونو نور ټپیان  او دغه راز ډير زیات بې درکه شوي دي. داهم وئيل شوي چې ارتباطي لارې  او پلونه هم نړییدلي دي او  د لیبیا ځیني ښارونه اوښارګوټي  له نورو سیمو سره هیڅ ا رتباط نه لري.

 په همدې مناسبت د  ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  نن د لیبیا لومړی وزیر عبدالحمید الدبییه ته په پیغام کې وئيلي دي ،اسلامي ایران   په دې مناسبت د لیبیا د قربانیانو  له کورنیو ،ملت او حکومت سره  خواخوږي اعلانوي  او  په دې اړه هر ډول مرستو ته تیار دی

همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت سرې میاشتې ټولنې هم په یوې اعلامیې کې  په دې باب دغمرازئ په ښکاره کولو سره وئيلي دي ، دغه ټولنه د لیبیا له  طوفان ځپلو خلکو سره  هرډول مرستو  ته تیار دی  ‎‎‎

 

ټیګونه