ایران ته د  روسیې ددفاع وزیر سفر  او ددواړو هیوادونو ددفاعي اړیکو پیاوړتیا
(last modified Wed, 20 Sep 2023 10:50:01 GMT )
Sep 20, 2023 15:20 Asia/Kabul
  • ایران ته د  روسیې ددفاع وزیر سفر  او ددواړو هیوادونو ددفاعي اړیکو پیاوړتیا

د روسیې دفاع وزیر سرګئ شویګو  تهران ته په سفر کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ له لوي درستیز  سردار محمد باقري سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

تهران ته د دروسیې ددفاع وزیر سفر له څو اړخونو  د ارزونې وړ دی .

 لومړئ دا چې ، روسیه او ایران دوه ګاونډي هیوادونه دي  او ددواړو هیوادونو په وړاندې ځيني فرصتونه او ګواښونه هم مشترک دي . پر دې اساس ،تهران او ماسکو  داړیکوپه تیره بیا ددفاعي او پوځي اړیکو دپیاوړتیا لپاره  ګامونه پورته کوي. ایران اوروسیه  د دوواړخیزو زمینو په تیره بیا  داقتصادي ،پوځي اودفاعي  اړیکو او همداراز د امریکاله یواړخیز پانلې سره دمقابلې په څير د  سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو په باب په دوو اړخیزو زمینو کې ګډې سټراټژيکې  ګټې لري او  دا په وروستیو کلونو کې ددواړو لورو دنزدې ملګرتیا اصلي عوامل دي.

د جنرال شویګو او جنرال باقري  په دغې کتنې کې هم دواړو لورو له نړیوالې ترهه ګرۍ او مشترکو ګواښونو سره دمقابلې ،دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا  او دفاعي ډيپلوماسۍ  دپراختیا په باب د نظر تبادله وکړه.په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې  د روسیې دایمی استازي میخائیل اولیانوفپه ایکس(پخواني توئيټر) چینل کې  په یوه پیغام کې  د روسیې د دفاع وزیر سرګئ شویګو څخه د ایران داسلامی جمهوریت د  پوځ دلوي درستیز جنرال باقري  دهرکلی  په یوه فیلم خپرولو سره  لیکلي دي ، ایران د مونږ یو شریک او ګاونډی هیواد دی، ددواړو هیوادونو دپوځي چارواکو پشمول  خبرې اترې اړینې دي.

دوهم دا چې؛روسیه په تیر یو نیم کال کې   له اوکراین سره په جنګ بوخته ده. امریکا او اروپائي هیوادونو  دروسیې په ضد بې مخینې بندیزونه لګولی دي. داسې چې  اوس روسیه دترټولو زیاتو بندیزونو شاهده ده . د ایران اسلامی جمهوریت هم له تیرو څلورو لسیزو راهسې  دظالمانه بایکاټونو سره لاس اوګریوان دی. که څه هم  تهران ته د شویګو وروستی سفر، په اوکراین د روسیې له حملې پیلیدا وخت راهسې لومړنی سفر حسابیږي، خو داوکراین جنګ ، دایران اوروسیې اړیکې په تیره بیا  په پوځي  او دفاعي  حوزې کې نوره هم لوړې کړي دي . دواړو هیوادونو ترمینځ د سیاسی او پوځي ډيپلوماټيک   سفرونه  هم لازیات شوي دي. د شویګو سفر  د ماسکو دپوځي نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې د ایران د وسلوال پوځ دلوي درستیز   مرستیال  امیر نصیرزاده  له شتونه لږ وروسته  ترسره کیږي.

دریم دا چې  ؛ د ایران اوروسیې اړیکې هغه اړیکې دي چې  د امریکا او اروپا له مخالفت او دباؤنو سره یوځاي دي، ځکه چې تهران او ماسکو له ځينو نورو هیوادونو سره یو ځاي هڅه کوي، دهغه نوي نظم او نوي بلاک په لور د کاږلو لپاره چې   په هغه کې غیر لویدیځي  هیوادونو خاص ځائيګي ته پام شوی دی، حرکت کوي. همدغه فیکټر  هم  د دواړو لورو لپاره  په یوې  انګیزې  او عامل بدل شوی دی څو  دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي . د روسیې دفاع وزیر سرګئ شویګو  تهران ته پخپل رسمي سفر کې ویلي دي، چې د  ایران اور وسیې اړیکې ، د ډيرو لویدیځي هیوادونو له سخت مخالفت سره سره یوې نوي سوئې  ته رسیدلی دي.

بله ټکی چې شته  دا دی چې  تهران ته د  شویګو سفر  دارمنستان په ضد دآذربایجان جمهوریت  دحملو له پیلیدا سره په یووخت ترسره شوی دی،پر دې اساس  دغه جنګ هم  دتهران او ماسکو  دپوځي چارواکو ترمینځ  د خبرواترو یو چورلیز دی.

 

 

ټیګونه