سپېڅلې دفاع د اسلامي انقلاب په تاریخ کې نه هېرېدونکې دوره ده
په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب وویل: سپېڅلې دفاع د اسلامي انقلاب په تاریخ کې نه هېرېدونکې دوره ده
په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب حجت الاسلام محمد جواد حاج علي اکبري د سپېڅلي دفاع د اونۍ پیل ته په اشارې سره زیاته کړه: نن د اسلامي انقلاب په تاریخ کې یوه حساسه او نه هېرېدونکې ورځ ده. د ایران ملت د امام خمیني (ره) په مشرۍ د ایران په خلاف د عراق د تپل شوې جګړې په مقابل کې اته کلنه سپیڅلې دفاع جوړه کړه، چې د ایران، سیمې او د نړۍ هېوادونو لپاره د عطف ټکی وګرځېد.
حجت الاسلام علي اکبري په دوام کې د ملګرو ملتو د ۷۸مې عمومی اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سفر ته په اشارې سره وویل، دغه سفر د مقاومتي ډيپلوماسي یوه کامیابه بیلګه ده چې د ايران ولسمشر د ملت د استازي په توګه د نړۍ له ولسونو او رسنيو سره مخامخ شو.
د تهران د جمعې د لمانځه خطیب د دې په بیان سره چې نیویارک ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د سفر او د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې د ګډون په وخت کې د نړۍ د مظلومانو، شهیدانو او د ایران د خلکو غږ پورته شو، زیاته کړه چې د ایران ولسمشر د نړۍ بدلونونه او د نوي نظم رامنځته کېدل نړیوالو ته تحلیل کړل.