د افغانستان د زلزلې د وژل شویو شمیر له ۲۰۰۰ زیات شوی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د هرات په زلزلې کښې د افغانستان د ګڼ شمیر ښاریزو په وژل کیدا باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره د طالبانو له موقته حکومت او د دغه هیواد له ګاونډي ، دوست او مسلمان ملت سره خواخوږي څرګنده کړه.
هغه د زلزلې د مصیب ځپلیو او غمجنو کورنیو ته د تسلیت د ویلو او د دغه پیښې د ژوبلو کسانو لپاره د زر شفا او د سلامتیا په ارزو سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت ځان د افغانستان د ملت په څنګ کښې او همدرد ګڼي.
پرون سهار د افغانستان په په ډیرو سیمو کښې شپږ اعشاریه درې ریشتره سخته زلزله راغله او ملګروملتونو د دغه زلزلې د مړو شمیر درې سوه شل تنه اعلان کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت یوې لوړپوړي سرچینې تهران راډیو ته وویل چې د هرات په زلزلې کښې تراوسه دوه زره دوه شپیته کسان وژل شوي دي او ویره شته چې د مړو کسانو شمیر له دریو زرو څخه واوړي ځکه چې تراوسه ډیر مړي تر کنډوالو او خاورو لاندې پراته دي او له خاورو څخه نه دي رایستل شوي.