د شهادت غوښتنې د روحیې په سیوري کښې د یو نوي فلسطین پنځیدا لیدل کیږي
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان د طوفان الاقصی عملیاتو او په کښې صهیونیسټي رژیم ته د اوښتي دروند زیان په هکله وویل: نن د شهادت طلبۍ د روحیې په برکت د یو نوي فلسطین رامینځته کیدل لیدل کیږي.

سردار حسین سلامي د همدان د اته زره شهیدانو د ملي غونډې د پرانستې په دستورو کښې، په دې خبرې سره چې د صهیونیسټي رژيم کیسه په ختمیدو ده، زیاته کړه: فلسطینیان د کلابندۍ په حالاتو کښې داسې قدرت ته رسیدلي دي.
جنرال سلامي په دې خبرې سره چې د ایثار او شهادت روحیه د مسلمانانو د بریا راز دی، زیاته کړه: د صهیونیسټي رژيم د ملاتړې په توګه امریکا، یوه کچه اډانه ده او اسرائیلې له هغې ډیر کمزوری دی خو د اسلامي مقاومت اډانه او تکیه ګاه، خدای دی او فلسطین د ایمان په بنیاد، د محاصرې په اوج کښې داسې قدرت ترلاسه کړ چې صهیونیسټان یې ذلیله کړل.
د سپاه پاسداران مشر قومندان څرګنده کړه: د مقاومت د چورلیز د شهادت غوښتنې روحیه او د ایمان قدرت، په صهیونیسټانو ویره اولې ده او هغوي تیښتې ته مجبور شوي دي.