د صهیونیسټانو ماتې به په جنایتونو سره جبران نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140244-د_صهیونیسټانو_ماتې_به_په_جنایتونو_سره_جبران_نه_شي
صهیونیسټان که هر څومره هم جنایتونه وکړي، په دې به بریالي نه شي چې د حماس او غزې زړور ګوزار ترمیم کړي.
(last modified 2023-10-20T01:26:07+00:00 )
Oct 20, 2023 05:53 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټانو ماتې به په جنایتونو سره جبران نه شي

صهیونیسټان که هر څومره هم جنایتونه وکړي، په دې به بریالي نه شي چې د حماس او غزې زړور ګوزار ترمیم کړي.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر«محمد باقر قالیباف» د صهیونیسټي ماشوم وژونکي رژیم وحشي جنایتونو او د ماشومانو او مېرمنو پر روغتون د دوی برید ته په اشارې سره وویل: صهیونیسټان که هر څومره هم دا ډول جنایتونه وکړي، په دې به بریالي نه شي چې د حماس او غزې زړور ګوزار ترمیم کړي.

 هغه غزه چې خلک یې له ۷۵ کلونو راهیسې په خلاص زندان اوپه کلابندۍ کې ژوند کوي.

قالیباف څرګنده کړه: صهیونیسټانو ادعا کوي چې په یوه اوسپنیز گنبد باندې سمبال دي، چې د دوی پولې ته زیان رسول ناشوني دي، خو د دوی عزت له منځه ولاړ او د غاصب هېواد په دننه کې هم د هغوی اعتبار او اعتماد له منځه تللی دی.