ایران د اکو دغړو لپاره د شیانو د ټرانزیټ ترټولو مناسبه لار ده
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم ریئسی ددې خبرې په کولو سره چې د اکو اقتصدی ملګرتیا موسیسې په سرمشریزې کې د ایران د اسلامی جمهوریت له لارې د شیانوپر ټرانزیټ ټينګار شوی ووئیل، ددغط موسیسې زیاترو غړو ټینګار دلود چې ایران دشیانو د ټرانزیټ لپاره مناسبه لاره ده .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، ابراهیم ریسي تاجیکستان او ازبکستان ته له دوه ورځنی سفر وروسه بیګا بیرته تهران ته راستون شو او ددغه سفر د بریاؤ دنتیجو په باب ئې ووئيل،د اکو زیاتره غړو پخپلو ویناؤ کې دې موضوع ته جوته اشاره درلوده چې ایران یوه آسانه لاره ده او له ځان سره په وخت کې بچت لري. د اسلامی ایران ولسمشر ووئیل، یوه بله موضوع چې پر اقتصادي مسئلو ئې سیوری غوړولی ؤ، د فلسطین موضوع وه چې د ځينو په ویناؤ کې ورته پام شوی ؤ. هغه ووئيل، د فلسطین موضوع د اسلامي نړۍ هماغه شان لومړنۍ موضوع ده .
د اسلامی ایران ولسمشر په دوام کې ووئيل ، د سرمشریزې په پاي کې د اکو دغړو په ملاتړ او د ایران په ټينګار سره ، د فلسطین په نسبت او د صهیونیستي رژيم د بوږنونکو جنایتونو او بمباریو دغوڅیدا د ضرورت په باب یوه اعلامیه صادره او او دغزې د کلابندۍ پر ختمیدا او د غزې خلکو ته د مرستو رسونې په پیلیدا ټينګار وشو.ابراهیم ریئسي دې ته په اشارې سره چې له صهیونیسټي ريژم سره درست سیاسی واقتصادي ارتباطات او معاملات باید غوڅ شی ،ووئیل، هیله مند یوو فلسطین ته توجه په عملی اقدام بدله شي چې په سیمې کې چټکه وده او مخنیونکي اقدامات له ځان سره ولرل شي او هغه جنایتونه چې د نړۍ خلک اندیښمنوی ، ودریږي.