له عربو حکومتونو تر ټولو کمه هیله له اسرائیلو سره د اړیکو غوڅول دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه خطیب د فلسطین غزې تړانګې پیښو ته د عربو حکومتونو د مناسب غبرګون پرضرورت باندې ټینګار سره وویل : له عربو هیوادونو تر ټولو کمه هیله د اسرائیلو له نیواکګر رژیم سره د اړیکو غوڅول دي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب« ایت الله سید احمد خاتمي» په نن ورځې خطبو کښې په دې خبرې سره چې څه د پاسه یوه میاشت کیږي چې په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د رژیم د حملو د غمیزې تیریږي ؛که چیرې نن ورځ او په راتلونکي کښې کوم هنرمندان غواړي چې د صهیونیسټ رژیم وحشي توب انځور کړي باید په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د وحشي حملو صحنې او ډګرونه انځور کړي.
هغه په دې خبرې سره که چیرې د فلسطین خلک تاوان ویني نو صهیونیسټانو هم په «طوفان الاقصی » عملیاتو کښې نا جبرانیدونکی مهلک ګوزار وخوړه او زیاته کړه پینځه لکه صهیونیسټان او ښارګي میشته اسرائیل له کورونو وتلي دي او ویلي یې دي چې نو بیرته نه ورګرځي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله خاتمي وویل: په کورني ډګر کښې هم صهیونیسټ رژيم منفور شوی او په سیمه ئیز او نړیوال ډګر کښې هم که چیرې تراوسه د دغه جلاد رژیم وحشیانه څیره چا نه وه لیدلي نو د دنیا خلکو د صهیونیسټانو جنایتونه ولیدل؛ دوې تر دې حده وحشي دي چې په روغتونونو باندې هم حملې کوي.
هغه له صهیونیسټ رژیم څخه د ملاتړ لپاره نیواکي ټاټوبو ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن سفر ته په اشارې سره چې د صهیونیسټ رژيم لخوا د فلسطین په «المعمداني» روغتون باندې د حملې له جنایت وروسته ترسره شو وویل د صهیونیسټ رژیم لخوا د المعمداني روغتون د تباه کولو له پیښې وروسته د امریکا منفور ولسمشر جوبایډن صهیونیسټ رژيم ته سفر کوي او وايي معلومه ده چې دغه حمله اسرائیلو نه ده کړي او هغه حماس غورځنګ کړي وه ؛ په داسې حال کښې چې حماس غورځنګ هوانونه نلري.
ایت الله خاتمي عربو هیوادونو ته په وینا کښې وویل د فلسطین خلک ، مسلمان ، عرب او انسانان دي، ولې ورسره مرسته نه کوئ!؟
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله خاتمي ډاګینه کړه په غزې تړانګې باندې د حملې د جنایتونو په لومړۍ کرښه کښې صهیونیسټي جلاد او ظالم رژیم ولاړ دی خو د دغو حملو د نورو قاتلانو جنایتونه له اسرائیلو څخه کم نه دي؛ د امریکا د انګلستان د فرانسې او د جرمني حکومتونو د خپلو ملتونو په اپوټه د صهیونیسټ انسان وژونکي رژيم ملاتړ وکړ؛ او له عربو حکومتونو تر ټولو کمه هیله له دغه ماشومانو وژونکي رژیم سره د اړیکو غوڅول دي.