د ایران د توغندیو ، بې پایلوټه الوتکو مخ کتنه وشوه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په شتون سره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک د ځوانو متخصصانو او د سائینس پوهانو د نویو بریاو مخه کتنه وشوه.
د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په شتون سره د فتاح ۲ په نوم د هایپر سونیک کروز توغندي ، د مهران په نوم د متحرک هوايي سیسټم ، ۹ دی د پرمختللي سیسټم او دغه راز د شاهد یوسل اوه څلویښت ډول بې پایلوټه الوتکو مخه کتنه وشوه.
په دغه نندرتون کښې چې توغندوي ، بې پایلوټه الوتکې ، هوايي او دفاعي سیسټمونه پکښې شامل وو له ایډیا تر تمام ایراني محصول پورې نوم سره د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک د ځوانو متخصصانو او د ساینس پوهانو نوي او موډرن کړې شوي بریاوې نندرې ته وړاندې شوي وې.
په دغه نندرتون کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښودن په شتون سره د فتاح دوه په نوم هایپر سونیک کروز توغندیو ، د مهران د متحرک هوايي سیسټم ، د ۹ دی د پرمختللي سیسټم او د غه راز د شاهد یوسل اوه څلویښت ډول بې پایلوټه الوتکو مخ کتنه وشوه.
فضا ته د سپوږمکۍ د استولو او د سپوږمکۍ د وړونکي توغندیو د جوړولو په حوزه کښې پرمختګونه او اقدامات د دغه نندرتون نورې برخې وې.