د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غزې تړانګې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې
د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غزې تړانګې د وروستیو تحولاتو په اړه تېره ورځ ټلیفوني خبرې اترې کړي.
د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان د جمعې په ماښام د عمان له بهرنیو وزیر سره په ټیلفوني اړیکه کې د غزې د وروستیو تحولاتو اړه خبرې اترې وکړې او زیاته یې کړه، د غزې د خلکو په خلاف د صهیونیسټی رژیم د جنګی جنایتونو بیا پیلول، د نړیوالو غوښتنو او د نړۍ عامه افکارو ته د دغه دروغجن رژیم دروغجنې او بې غورۍ ښودنه کوي.
امير عبداللهيان تاکيد وکړ چې د ټولو اسلامي هېوادونو لپاره پکار ده چې د دغو جنايتونو د مخنيوي لپاره خپلې هڅې زياتې کړي.
د عمان د سلطنت د بهرنیو چارو وزیر سید بدر البوسیدي هم په سیمه کې د جګړې بیا پیلیدل او پراختیا د افسوس وړ وبلله.
دواړو خواوو د تلپاتې اوربند پر اړتیا او د بشردوستانه مرستو د پراخې لېږلو او په دې موخه د نړیوالې ټولنې پر اغېزناکو اقداماتو ټینګار وکړ.
له نږدې پنځوسو ورځو وروسته صهیونیسټ رژیم او حماس د قطر په منځګړیتوب له څلور ورځني اوربند سره موافقه وکړه چې له تېرې جمعې ورځې وروسته پیل شو او دغه اوربند دوه ځله د دوو ورځو او یوې ورځې لپاره وغځول شو.
د دې تړون اصلي تمرکز د بندیانو تبادله او غزې ته د بشري مرستو لیږل وو.
له ۷ ورځو وروسته او د اوربند له پای ته رسېدو سره، د قدس غاصب رژیم یو ځل بیا د غزې په تړانګه بریدونه پیل کړل.