سور صلیب دې فلسطینیانو ته د مرستو رسولو لپاره پولې ماتې کړي
د ایران د سرې میاشتې ادارې مشر وویل: سور صلیب دې د فلسطین مظلومو خلکو ته د درملیزو مرستو او خوراکي توکو د رسولو په موخه موجود محدودیتونه مات کړي.
د ایران د سرې میاشتې ادارې مشر وویل: سور صلیب دې د فلسطین مظلومو خلکو ته د درملیزو مرستو او خوراکي توکو د رسولو په موخه موجود محدودیتونه مات کړي.
د ایران د سرې میاشتې د ادارې مشر پیر حسین کولیوند د رضاکار د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کښې، د ایران د خلکو له خوا د غزې د خلکو لپاره راغونډو شویو مرستو ته په اشارې سره وویل: د سور صلیب له همکارانو سره په شویو خبرواترو کښې مو غزې ته د مرستو د رسولو په لړ کښې د دغې نړیوالې کمیټې په ځانګړي کار ټینګار کړی دی.
کولیوند زیاته کړه: سور صلیب باید د صهیونیسټي رژیم په لاس د ماشومانو د وژلې مخه ونیسي او د فلسطین مظلومو خلکو ته د درملیزو مرستو او خوراکي موادو د رسولو لپاره دې موجود محدودیتونه مات کړي.
د ایران د سرې میاشتې د ټولنې مشر څرګده کړه: د غزې د خلکو کړکیچنو حالاتو ته په پام سره د دغې سیمې له خلکو سره مرسته خپله ذمه واري او فرض ګڼو.